کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی وایي، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي له دوام، په ځانګړي ډول پر کونړ د پاکستان پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان پوځي رژیم د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته د کونړ ولایت پر مرکز او د دې ولایت د مرورې، دانګام او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.
په دغو بریدونو کې د سید جمالالدین افغان پوهنتون هم په نښه شوی و.
د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې اووه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۷۵ تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، او همدارنګه ۳۰ محصلان ټپیان شوي دي.
بل لور ته، د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینډزي په خپله اېکس پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې ویلي چې باید د ملکي وګړو د ساتنې او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات ترسره شي.
هغه له دواړو لورو غوښتي چې زغم وښيي او خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
نوموړي ټینګار کړی: «زه همدارنګه د خبرو اترو او زغم غوښتنه کوم، په ځانګړي ډول د دې اوونۍ په هغو غونډو کې چې په افغانستان کې ترسره کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې ریچارد لیندزي پرون په کابل کې له خبریالانو سره په یوه ناسته کې افغانستان ته خپل سفر «ګټور او پربار» بللی و او ویلي یې وو چې له اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر بیا پیل ټینګار کړی دی.
هغه ویلي وو چې افغانستان او پاکستان باید د خپلو اختلافاتو د حل لپاره مهم ګامونه پورته کړي.