کندوز (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٣): د کندوز کشفي او امنيتي ځواکونو د طالبانو له خوا د شېرخان بندر تصدۍ د ١٥ تښتول شوو کارکوونکو د موندلو او خلاصون هڅې پيل کړې دي.
دغه کارکوونکي تېره ورځ له شېرخان بندره کندوز ښار ته په يوه کاسټر موټر کې را ستنېدل چې د دشت ارچي په څلور سړکه ساحه کې وتښتول شول.
شېرخان بندر په امام صاحب ولسوالۍ کې له مهمو سوداګريزو بندرونو دى او د تاجکستان په ګډه پوله موقعيت لري.
ځايي چارواکو وړاندې د دوى شمېر ١٢ تنه ښودلى و، خو اوس وايي چې تښتول شوي کسان ١٥ تنه دي او د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.
د کندوز د شېرخان بندر د تصدۍ مرستيال او سرپرست امام الدين سرشخي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټول تښتول شوي دولتي کارکوونکي دي او طالبانو بايد نه واى تښتولي.
نوموړي د تښتول شوو کسانو د هويت په اړه معلومات ورنه کړل او له امنيتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې په خوشي کولو کې يې مرسته وکړي او له تښتوونکو يې هم وغوښتل چې هغوى دې خوشي کړي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل، د معلوماتو له مخې دغه کسان د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ډاکتر حسين په بند کې دي او د خوشي کولو لپاره يې د امنيتي او کشفي ځواکونو هڅې پيل شوې دي.
د کندوز والي غلام سخي بغلاني وويل چې تښتوونکي د دولت وسله وال مخالفين دي او سيمه ييز مخور هڅه کوي چې دغه کارکوونکي له تښتوونکو سره د خبرو له لارې راخوشي کړي.
تر اوسه د دغو کارکوونکو د تښتولو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ويلو ده چې تېر کال د شېرخان بندر د ګمرک رياست يو کارکوونکى هغه مهال د نا پېژندانه وسله والو له خوا د کندوز ښار په ابدان دښته کې وتښتول شو چې له دندې د خپلې کور په لور روان وو، خو له څو ورځو وروسته د پيسو په بدل کې خوشى شو.