لښکرګاه (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۳): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي او حکومتي چارواکي وړانديز کوي چې دولت دې له وسله والو سره د سولې پر ځای د مقاومت او کشفي ارګانونو پر پياوړي کولو فکر وکړي.
د ګرشک سلګونه اوسېدونکو او دولتي چارواکو دغه وړانديز نن په هغې غونډه کې وکړ چې د پکتيکا د يحيی خېلو د پېښې په غبرګون او د قربانيانو له کورنيو سره د غمرازۍ په موخه جوړه شوې وه.
د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د ليندۍ په دويمه د واليبال سياليو پر مهال ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې ٦١ تنه ووژل شول او ٦٦ نور ټپيان شول.
د پېښې له قربانيانو څخه ١١ تنه محلي پوليس او پاتې نور د ماشومانو په ګډون عام وګړي وو. د دې بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ګرشک ولسوال محمدفهيم موسی زوی وويل چې په دې وروستيو د دولت وسله والو مخالفينو خپل ورانکاره فعاليتونه ډېر کړي او نه غواړي سوله وکړي.
موسى زوى خبردارى ورکوي که د دولت لوړپوړي چارواکي په دې برخه کې جدي اقدام ونه کړي، نو ښايي نا امني نور هم زور واخلي.
دى وايي، کوم لګښتونه چې د سولې پر پروګرامونه کېږي هغه بايد پر کشفي ارګانونو ولګول شي، وسلې دې پرې واخيستل شي او افغان امنيتي ځواکونه دې وروزل شي.
نوموړي وويل، د ګرشک اوسېدونکي او دولتي چارواکي د پکتيکا په پېښه کې پر ملکي مرګ ژوبلې خواشيني دي.
د ګرشک د ټولنيزي شورا غړي حاجي عبدالخالق په خپلو خبرو کې د پکتيکا د يحيی خېلو د بريد پړه پر پاکستان واچوله او ويې ويل چې افغان ولس نور پاکستان ته د يوه دښمن په سترګه ګوري او له خپل دولته غواړي چې پر وړاندې يې څرګند دريځ غوره کړي.
نوموړي زياته کړه چې د ګرشک خلک د پکتيکا پر پېښې دردېدلي او چمتو دي چې له دولت سره د سولې په برخه کې د اړتيا په صورت کې اړينه مرسته وکړي.
د بهلول په نوم يوه بل قومي مشر وويل، لکه څرنګه چې پاکستان په تېرو ۱۳ کلونو کې افغانانو ته د دوستۍ لاس ورنه کړ، تر دې وروسته يې هم نه ورکوي.
نوموړي وويل، د ډله ييزو بريدونو، د ماين چاودنو او د ملکي خلکو د وژنو دوام نور د خلکو زغم له منځه وړى دى.
بهلول د هلمنديانو په ګډون د ټولو ولايتونو له اوسېدونکو وغوښتل چې نور چوپ پاتې نه شي او د دولت د مخالفينو او د پرديو د لاسوهنې پر ضد قيام وکړي.
د همدې ولسوالۍ يوې اوسېدونکې فاطمې نورزۍ په پکتيکا کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله د اسلام او انسانيت ضد عمل وباله او ويې ويل چې افغانان د توطيو قربانيان دي او دوى په خپله بايد د مخنيوي لپاره راپاڅي.
د ګرشک امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل په خپلو خبرو کې وويل چې د پکتيا تر پېښې وروسته يې په دې ولسوالۍ کې امنيتي تدابير کلک کړي دي.
حقمل د امنيت په ټينګښت کې د خلکو مرسته اړينه وبلله او همداراز يې له ديني عالمانو ګيله وکړه چې د روانو وژنو او نارواوو پر وړاندې چوپه خوله ناست دي.
نوموړي له ديني علماوو غوښتنه وکړه چې د خپلو سيمو په جوماتونو کې د خپل دولت په ملاتړ خلکو ته وينا وکړي او خلک د پرديو له توطيو خبر کړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن