جلال اباد ( پژواک،١٠ لېندۍ ٩٣ ) : په ننګرهار کې يو شمېر چارواکو او د مدني ټولنو فعالينو له وسله والو وغوښتل چې د ښوونځيو امنيت ته دې ستونزې نه جوړوي.
چارواکو دغه څرګندونې دلېندۍ په ١٠مه، د ماشومانو دساتنې د نړيوالې موسسې د (ښوونځي دامن ځاى) تر عنوان لاندې پروګرام کې وکړې.
ددغه پروګرام مسوول مولوي محمد متوکل ارماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ٢٠١٣ زېږديز کال کې دوى د ننګرهار په يو شمېر ښوونځيو کې ښوونځى د امن ځاى تر سرليک لاندې يو پروګرام پيل کړ ، چې له هغه وروسته دا لړۍ نورو ښوونځيو ته وغځېده.
د هغه په وينا، په ښوونځيو کې دوى يو شمېر مشورتي او د پلرونو شوراګانې جوړې کړي او هغه ستونزې چې د زده کوونکو پر وړاندې را پيدا کيږي د حل لپاره يې هلې ځلې کوي.
نوموړي زياته کړه : (( په دغه برخه کې موږ ډېر ورکشاپونه هم ورکړي او زموږ موخه داده چې ښوونځي څه ډول د امن ځاى وګرځوو.))
ارماني پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ، چې له ښوونځيو دې د وسيلې او سپر په توګه کار وانخيستل شي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک ته وويل چې ښوونځى د امن ځاى دى او په کار ده چې ښوونځي په رښتيا هم د امن ځاى وګرځي.
نوموړي هم پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې ښوونځي دې نه بندوي او نه دې هم له ښوونځيو څخه د وسيلې په ډول کار اخلي.
ده زياته کړه: (( که چېرې زموږ د ټولنې ټول غړي د ښوونځي خيال وساتي او هڅه وکړي چې په رښتيني ډول دغه ځايونه د امن ځايونه وګرځوي ، نو له پوهنې سره دې مرسته وکړي.))
د ګرديوال په خبره، چې وسله وال مخالفين دې د پوهنې له بهير سره مرسته وکړي، ځکه د وسله والو بچي هم په ښوونځي کې زده کړې کوي.
د سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري د کمپ يوې ښوونکې کلثوم مظلوميار پژواک اژانس ته وويل چې ښوونځى د امن ځاى پروګرام له لارې په ګڼو لرو پرتو سيمو کې يې د هغو زده کوونکو ستونزې هوارې کړي کومو ته چې د کورنۍ او يا نورو له خوا موجودې وې.
دې زياته کړه: (( په يو شمېر سيمو کې ځينې ښځينه زده کوونکو ته مشکلات وو ، کورنۍ نه پرېښودلې چې ښوونځيو ته ولاړې شي ، خو موږ ورسره کښېناستو او ستونزې مو هوارې کړې.))
دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړ شوى ، چې څو ورځې مخکې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو لسګونه ښوونځي تړلي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن