ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ملي اردو ځواکونه د اړتيا وړ تجهيزات نه لري

هلمند کې د ملي اردو ځواکونه د اړتيا وړ تجهيزات نه لري

author avatar
4 Dec 2014 - 15:10
هلمند کې د ملي اردو ځواکونه د اړتيا وړ تجهيزات نه لري
author avatar
4 Dec 2014 - 15:10

لښکرګاه (پژواک ۱۳ لېندۍ۹۳) : د هلمند چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د ملي اردو ځواکونو ته پوره پاملرنه نه ده شوې،چې له امله يې نا امني ورځ تر بلې زياتيږي.

دغه څرګندونې تېره ورځ د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور په دې ولايت کې د۲۱۵ ميوند قول اردو د نوي قوماندان دادان لونګ د معرفي کولو په مراسمو کې وکړې.

هغه په دې مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي هم شتون درلود، مرکزي دولت تورن کړ، چې له هلمند سره د مور مېرې سلوک کوي.

مسعود بختور زياته کړه، چې د ملي دفاع وزارت  هم  د۲۱۵ ميوند قول اردو ستونزو حل کولو ته پوره پاملرنه نه ده کړې، هغه وسلې او تجهيزات چې اړتيا ورته  ليدل کېږي ، نه يې دي ورکړي، چې له امله يې امنيتي ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي.

نوموړي وويل، په هلمند کې اوسنۍ جګړه يواځې د طالبانو نه ده، او نه هم کورنۍ ده ، بلکې دغه جګړه د سيمې په کچه ده،د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتو له خوا پيل شوې او د مخنيوي لپاره يې پوره امکاناتو او تجهيزاتو ته اړتيا ده.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو نوي قوماندان جنرال دادان لونګ ژمنه وکړه چې په شته امکاناتو به په خپل ټول قوت  سره د دولت دوسله والو مخالفينو له منځه وړلو کې هلې ځلې وکړي.

دده په وينا، د ملي اردو په ځواکونو کې دا توان او ځواک شته چې په سمه رهبرۍ سره د نا امنيو مخه ونيسي او ددې کار لپاره کلکه همغږي جوړه او شته ستونزې به هوارې کړي.

نوموړي زياته کړه چې د۲۱۵ ميوند قول اردو سرتېري  د شمېر له مخې پوره دي ، د امنيت په ټينګښت او د نا امنيو په له منځه وړلو کې به هېڅ  ستړيا احساس نه کړي او هڅه وبه وکړي چې په نږدې وختونوکې نوي پلانونه جوړ ، له ملي پوليسو او نورو ځواکونو سره به يې په همغږۍ  پلي کړي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستيز جنرال شېر محمدکريمي غونډې ته وويل چې په اوسنيو  حالاتوکې ددوی ډېره پاملرنه  هلمند ته  ده، تر څو د روانو نا امنيو او ستونزو مخنيوی وکړي.

هغه زياته کړه، چې د دولت وسله وال مخالفين هم ډېره هڅه کوي چې په دې ولايت کې خپل شتون او فعاليت وساتي او له دې لارې بيا وکولی شي نورو ولايتونو ته نا امنۍ وغځوي .

کريمي وويل چې د ملي اردو د۲۱۵ ميوند قول اردو ټولې اړتياوې به پوره کړي او هغو ستونزو ته به يې هم حل لاره ولټوي چې اوس مهال يې له امله نا امني راپورته  شوې.

دا په داسي حال کې ده چې دلېندۍ په ۶ مه  د همدې قول اردو اړونده د بهرنيانو پخوانۍ اډې ښوراب ته يو شمېر بريد کوونکي ننوتل او نږدې پنځه ورځې يې جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٢٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

ددې ترڅنګ په سنګين ولسوالۍ کې هم تېره اونۍ د يوه بريد په ترڅ کې ١٤ د ملي اردو سرتېري ووژل شول چې جنازې يې کونړ ته ولېږدول شوې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.