ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دهلمند چارواکي : په تېرو دوو اوونيو کې سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دهلمند چارواکي : په تېرو دوو اوونيو کې سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
7 Dec 2014 - 14:37
دهلمند چارواکي : په تېرو دوو اوونيو کې سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
7 Dec 2014 - 14:37

لښکرګاه (پژواک، ۱۶ د لېندۍ ۹۳): د هلمند ولايت امنيتي مسوولين وايي، د تېرو دوو اوونيو په ترڅ کې په دغه ولايت کې شاوخوا سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څرګندونې د لېندۍ په١٦مه د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت مرستيال مل پاسوال محمد ويس صميمي د يوې خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته وکړې.

نوموړي وويل ، له تېرې مياشتې راهيسې په دغه ولايت کې د دولتي سرتېرو تر څنګ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې ده.

د ده په وينا، وسله والو په دغه ولايت کې د ډېرو بريدونو پلانونه درلودل، خو پوليسو يې پر وړاندې پوره چمتووالى نيولى و.

ده وويل، د دغو اوونيو په ترڅ کې يې ۳۳ وسله وال طالبان وژلي، ۲۷ يې ټپيان کړي او ۱۵ نور يې نيولي دي.

نوموړي وويل، پوليسو دغه راز ۱۶۰ کيلو ترياک، ۱۵ کيلو هيروئين، دوه موټر، اووه موټرسايکل، ګڼې وسلې او ۱۲۹ کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړي دي.

د امنيت مرستيال زياتوي ، دا چې پوليسو خپل فعاليتونه زيات کړي پر ملکي خلکو سربېره د امنيتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې هم کموالى راغلى دى.

هغه د تېرو اوونيو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

نوموړي وويل په تېرو دوو اوونيو کې لس پوليس وژل شوي، ۱۵ ټپيان دي او دغه راز دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

صميمي وويل، پلان لري چې په نږدې وختونو کې د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې پراخ چاڼيز عمليات پيل او په يادو سيمو کې د تلپاتې امنيت لپاره امنيتي پوستې ځاى پرځاى کړي.

که څه هم نوموړي په دغه ولايت کې د امنيتي پېښو د کمېدو خبره کوي، خو د سنګين او کجکي ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې په سيمه کې اوس هم پراخه جګړه دوام لري، لارې تړلي، فصلونه او کروندې يې له منځه تللې دي.

د سنګين د ټولنيزي شورا غړي عليشاه خان پژواک اژانس وويل: ((حکومت په تېرو څو کلونو کې د امنيتي ستونزو په حل کې پاتې راغلى، شپږ مياشتې کېږي چې په سنګين کې جګړې دوام لري، سلګونه کورنۍ کډوالې شوي او سلګونه کسان يې وژل شوي دي.))

نوموړي وويل، دولت بايد په پوره پاملرنې سره په يادو سيمو کې په همغږۍ عمليات وکړي، ولس به يې مرسته وکړي او خلکو ته دې د امنيت تر څنګ د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

د سنګين د او مال سيمې اوسېدونکي حاجي نسيم پژواک ته وويل چې د سنګين له جګړې ځينې دولتي چارواکي او قومي مشران ګټه پورته کوي.

نوموړي په دې اړه له نور څه ويلو پرته له ولسمشره غوښتنه وکړه چې اړوند برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکى غلام محمد وايي چې په دې ولسوالۍ کې په تېرو ۱۳ کلونو کې له ولس سره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې له دې امله ډېرى ځايي خلک په مخالفت کې ولاړ دي.

د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور مني چې په شمالي ولسواليو کې ستونزې شته او دوى نه دي توانېدلي چې سم خدمات وړاندې کړي.

بختور پژواک اژانس ته وويل ، هڅه کوي چې په نږدې راتلوونکو کې په سنګين او ټولو شمالي ولسواليو کې  له ټولو امنيتي ځواکونو سره يو ځاى په همغږۍ عمليات تر سره شي.

د يادولو ده، دغه ستونزې د نوزاد خلکو هم له رسنيو سره شريکې کړي څو مسوولين يې دحل لپاره لاس په کار شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.