Language

د استقلال لېسې ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوى او ٢٠ ټپيان دي

دويم تعقيب، کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٣): د کابل ښار د استقلال لېسې په ځانمرګى بريد کې يو بهرنى وژل شوى او ٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ١١٩مې شمېرې رييس سمونوال همايون عيني، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن ماښام په شاوخوا پنځه نيمو بجو د استقلال لېسې په تالار کې په داسې حال کې رامنځ ته شوې، چې هلته يوه غونډه روانه وه.

ده زياته کړه، بريد د يوه ١٦ کلن ځوان له خوا شوى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو بهرنى چې ګومان کېږي،  فرانسوى به وي وژل شوى او شل تنه نور ټپيان دي، چې د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دى وايي، د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د کابل امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي هم تاييدوي، چې په دې بريد کې يو تن وژل شوى او له ١٥ تر ٢٠ تنو ټپيان دي.

د ده په خبره، بريدکوونکي ښايي چاودېدونکي توکي په خپل نېکر کې په ماهرانه توګه ځاى پر ځاى کړي وي، ځکه په ياده سيمه کې د ملي اردو له لوري جدي او سخته تالاشي کېږي.

له بلې خوا، د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځانمرګى بريد د يو تن چې چاودېدونکي توکى يې په ماهرانه ډول په خپلو جامو کې ځاى پرځاى کړي وو، نن ماښام خپل ځان ته هغه مهال چاودنه ورکړه، چې د استقلال لېسې په تالار کې دترهګريزو بريدونو پر وړاندې يو فلم نندارې ته وړاندې شوى و.

سرچينه کاږي، په دې بريد کې يو بهرنى وژل شوى او لس تنه نور ژوبل دي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست ستر جنرال محمد ايوب سالنګي، د دې پېښې د غندنې ترڅنګ ويلي، د افغانستان دښمنانو په ځانګړي ډول طالبانو، چې له امنيتي ځواکونو سره يې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى، د ترهګريزو بريدونو په ترسره کولو، هڅه کوي چې امنيتي وضعيت ګډوډ او له بې ګناه ملکي وګړو قرباني واخلي.

د دې بريد مسووليت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.

دا بريد داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې ويل کېږي، د استقلال لېسې د فرانسې فرهنګي مرکز په تالار کې “د زړه ټکان او له چاودنې وروسته چوپتيا” په نوم پروګرام، چې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو د غندنې په تړاو وو، روان و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.