کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د پاورلفټینګ ملي لوبغاړي د بلاروس نړۍوالو سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو او یو د برونزو مډالونو له ترلاسه کولو وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه شول.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي، د پاورلیفټینګ ملي لوبغاړي له شپږو نړۍوالو مډالونو سره نن بېرته هېواد ته راستانه شول.
د پاورلفټینګ نړۍوالې سیالۍ د لسو هېوادونو په ګډون د بلاروس په کوربهتوب د روانې مې میاشتې له شپږمې تره لسمې پورې ترسره شوې.
په یادو سیالیو کې له افغانستانه شپږو ورزشکارانو او یوه روزنکي ګډون کړی و.
دغهراز، په یادو سیالیو کې افغان ورزشکارانو څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه اخیستي دي.