ژبه

پنځه وسله وال مخالفين او ٣ پوليس ووژل شول

زرنج (پژواک، ١١ مرغومى ٩٣): په نيمروز او کندوز ولايتونو کې پنځه وسله وال وژل شوي او يو ماين خښوونکى نيول شوى دى.

د نيمروز د دلارام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال امان الله خاشرودي وايي چې درې وسله وال وال مخالفين تېر ماښام له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې دوه پوليس هم وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د نيمروز د پوليسو يوه چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط وايي چې طالبانو د دوو پوليسو مړي هم له ځان سره وړي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي خپله مرګ ژوبله ردوي او وايي چې دوى په دلارام کې د پوليسو پر کاروان بريد کړى چې په پايله کې يې دوه پوليس وژلي او درې نور ژوبل شوي دي.

په کندوز کې هم دوه وسله وژل شوي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسني پژواک ته وويل چې دغو دوو کسانو تېره شپه د شېرخان بندر-کندوز پر لويه لاره د مساپر وړونکو موټر د لوټ، تښتونو او وژنو نيت درلود چې د عامه نظم قطعې له خوا له منځه يوړل شول.

بلخوا د کندوز امنيه قوماندان  مل پاسوال عبدالصبور نصرتي وايي چې يو کس يې د امام صاحب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو رينجر موټر د مبايل سيستم له لارې عيار شوي  د نښلېدونکي ماين د اېښودو پر مهال نيولى دى.