محمودراقي (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): په کاپيسا ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه الوتکې بريد کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالله تلوار د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره ورځ ناوخته د دغه ولايت د نجراب ولسوالۍ پر افغانيه سيمې کې شوى دى.
تلوار وايي چې په بريد کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې د ابو بهار په نوم د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى چې په ډېرو نا امنيو کې يې لاس درلود.
د امنيت امر وايي چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې هوايي او ځمکني عمليات ډېر شوي چې له امله يې وسله والو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د نجراب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي لعل پاچا پژواک اژانس ته وويل چې بې پيلوټه الوتکې پر سيمې پروازونه کول، ناڅاپه يې هوايي بريد کړى او شنې لوخړې پورته شوې دي.
د هغه په وينا، دوى هم خبر شوي چې په دغه بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د يادونې ده چې يوه اوونۍ مخکې د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال هم په يوه بې پيلوټه بريد کې وژل شوى و.