کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د «کونګ فو» یووالي جام سیالۍ پای ته ورسېدې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک ته وویل، په دغو لوبو کې د غزني له بېلابېلو سیمو ۱۲۰ ورزشکارانو ګډون کړی و چې ماشومانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په څلورو کټګوریو کې یې د «چلېنج کپ» په بڼه سیالۍ وکړې.
هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو اساسي موخه د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا، د کونګ فو ورزش ودې ته زمینه برابرول او ځوانان ورزش ته هڅول دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د سیالیو په پایله کې نورالدین د ۶۰ کیلوګرام، سهراب د ۶۸ کیلوګرام، مجتبی د ۵۴ کیلوګرام او محمدحسین د ۵۰ کیلوګرام وزنونو په کټګوریو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جامونه یې ترلاسه کړل.
مجاهد وایی: «موږ هڅه کوو چې د بېلابېلو ورزشي پروګرامونو له لارې ځوانانو ته سالم چاپېریال برابر کړو، څو وکولای شي خپلو استعدادونو ته وده ورکړي او په راتلونکې کې د هېواد په کچه ښې لاستهراوړنې ولري.»
یو ورزشکار نورمحمد وایي، د دې ډول سیالیو جوړېدل نه یوازې د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو د تبادلې لامل کېږي، بلکې د هغوی د انګېزې په لوړولو کې هم مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه په غزني کې د رزمي ورزشونو د سیالیو زیاتوالی د ځوانانو پام ورزش ته اړولی او له مسوولینو یې وغوښتل چې د ورزشکارانو ملاتړ لا زیات کړي.
د ویلو ده، دغه سیالۍ د «ټک فایټ» په بڼه ترسره شوې او په پای کې د اړوند فدراسیون له لوري غوره لوبغاړو ته جامونه، مډالونه او د اتلولۍ ستاینلیکونه هم ورکړل شول.