Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي اردو دوه سرتېري په لس کاله بند محکوم  شول

کندهار (پژواک ١٦ سلواغه ٩٣): د کندهار ولايت ابتدائيه محکمې د ملي اردو دوه سرتېري په لس کاله تنفيذي بند محکوم کړل، چې دوه مياشتې وړاندې يې د اروزګان ولايت د کرني پوهنځي د دوو تنو محصلينو د تښتولو نيت درلود.

لومړى موظف څارنوال د پېښې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د لغمان ولايت دوو اوسېدونکو ضياءالحق او محمد يوسف چې په کندهار کې يې د ملي اردو په ٢٠٥ اتل قول اردو کې دنده لرله، دوه مياشتې وړاندې يې د مشعل او عبدالغفور په نوم د دوو محصلينو د تښتولو پلان جوړ کړى و.

څارنوال وويل، دغو دوو تنو غوښتل چې په دې موضوع کې د ډنډ ولسوالۍ اړوند د ګلالي په نوم د پوليسو يو قوماندان هم شريک کړي، خو هغه پر موقع امنيه قومانداني له ټول جريان څخه خبره کړې او دا موضوع يې تعقيب کړې ده.

هغه زياته کړه، د ملي اردو دغو دوو تنو سرتېرو غوښتل، چې د مشعل او عبدالغفور د تښتولو په بدل کې د هغوى له کورنۍ څخه سل زره ډالر تر لاسه کړي.

د دې قضيې په اړه د ډنډ ولسوالۍ د پوليسو قوماندان ګلالي وويل، چې محمد يوسف او ضياءالحق په ډنډ ولسوالۍ کې دنده لرله او له هغه څخه يې غوښتنه کړې وه، چې د دوو تنو محصلين په تښتولو کې ورسره مرسته وکړي او په دې توګه به هغه ته هم يوڅه افغانۍ ورکړي.

هغه زياته کړه، دغه موضوع يې په پټه د کندهار له امنيه قوماندانۍ سره  شريکه کړه او له هغې خوا ورته وويل شول، پرته له دې چې تښتوونکي د هغه له پلانه خبر شي، دغه موضوع دې تعقيب کړي.

نوموړي وويل، ضياءالحق او محمد يوسف پلان درلود، چې د مشعل او عبدالغفور په نومونو دوه محصلين وتښتوي او له کورنۍ څخه يې سل زره ډالر تر لاسه کړي او وروسته به دواړه محصلين وژني او جسدونه به يې د کابل- کندهار پر لاره غورځوي او پېښه به پر وسله والو طالبانو تاوانوي.

دى وايي، که څه هم دواړو مجرمينو ته يې ځان د هغوى ملګرى ښوده، خو د هغوى ټولې کړنې يې څارلې او په دې اړه يې نيول شوې ټېلېفوني اړيکې او نور شواهد خوندي ساتلي او اړوندو ارګانونو ته سپارلې دي.

خو تورن کس ضياءالحق وويل، چې هغه دغه جرم نه دى تر سره کړى او په زور ورباندې اقرار شوى او پر وړاندې يې دسيسه جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((زه د بريدمل په توګه د ملي اردو سره کار کوم، قوماندان ګلالي په چل زه له دوو تنو محصلينو سره يو ځاى خپلې پوستې ته د مېلمستيا په بهانه وغوښتم او هلته يې زما لاسونه ولچک کړل.))

د مشعل په نوم د اروزګان ولايت د کرني پوهنځي محصل وويل، چې ضياءالحق يې د خاله زوى دى او دوه مياشتې وړاندې يې ده ته زنګ وهلى و، چې کندهار ته د تفريح لپاره ورشي.

هغه زياته کړه، له خپل يوه بل ملګري عبدالغفور سره کندهار ته راغى او په هماغه ورځ لومړى د ارغنداب ولسوالۍ باباولي صاحب زيارت ته د مېلې لپاره بوتلل شول، چې هغه مهال ضياءالحق په ټېليفون کې پټې خبرې کولې او د هغوى د تښتولو پلان يې جوړاوه.

د نوموړي په وينا، ضياءالحق ډېر ټينګار درلود چې ډنډ ولسوالۍ ته ورسره د مېلمستيا لپاره لاړ شي، خو ده ورته انکار کاوه، خوبالاخره يې هغه مجبور کړ چې ډنډ ولسوالۍ ته لاړ شي، چې هلته په رسېدو ضياءالحق او محمد يوسف د ګلالي له خوا ونيول شول او د هغوى د تښتولو پلان يې شنډ کړ.

د کندهار د ابتدائيه محکمې رييس عبدالحليم مسلم د شواهدو او دواړو خواوو له څرګندولو وروسته له اختطاف او جرمونو سره د مبارزې د قانون د ٦مې مادې د ٥مې فقرې پر بنسټ د ملي اردو دوو سرتېرو ته د انسان تښتونې په جرم د لس کاله تنفيذي بند سزا واوروله.

هغه زياته کړه، دغه حکم وروستى نه دى او تورن کسان کولاى شي استيناف غوښتنه وکړي.

د يادونې ده، چې په کندهار کې تر دې وړاندې هم په ورته توګه علني محاکمې جوړ شوي، چې په ترڅ کې په ورته جرمونو ککړو کسانو ته سزاوې اورول شوې دي.

 

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.