اسعد اباد (پژواک،٢٠سلواغه٩٣): د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د مرکز اسعداباد او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لويه لار د وسلوالو طالبانو له لوري تړل شوې، چې له امله يې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي ملک شېرزمين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لويه لار له تېرو دوو ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو او ملکيانو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياته کړه، چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د ساوپه په سيمه کې يوسراچه موټرسوځولی، چې پکې درې کسان وژل شوي او يو ماشوم هم ټپي شوى دى.
شېرزمين وايي، چې وسله والو دغه راز د يادې لويې لارې د غويانو ګټ په سيمه کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي او د غرونو له لوري پر خلکو باندې ډزې کوي.
د ولايتي شورا ياد غړي له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې د دغې لارې د پرانېستلو لپاره ګامونه پورته کړي، څو د خلکو د تګ راتګ ستونزه حل شي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل هم دا خبره مني ،چې دغه لار له تېرو دوه ورځو راهيسې د نا امنيو له امله د ټرافيکو پر مخ تړل شوې، خو وايي چې دوى هڅه کوي، څو ژر تر ژره دغه لار د ټرافيکو پر مخ پرانيزي.
سيد خېل زياتوي، چې د ملي اردو د ماين پاکونې او انجنيرۍ ډله هم نن سهار د غويانو ګټ سيمې ته رسېدلې، چې يو ماين پرې د رايستو پرمهال چاودېدلی او په پايله کې يې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
امنيه قوماندان وويل، چې د لارې د پرانېستو ترڅنګ به ډېر ژر په ياده سيمه کې امنيتي ځواکونه هم ځاى پر ځاى کړي.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې دغه لار يې يوازې د دولت د امنيتي ځواکونو پرمخ تړلې او د ولسي خلکو د تګ راتګ مخه يې نه ده نيولې.
د يادونې وړ ده، چې ناړۍ ولسوالی ته ورغلې لويه لار د نورستان ولايت د کامدېش او برګمټال ولسواليو سربېره د ډېورنډ کرښې بلې غاړې چترال ته هم غځېدلې او د ورځې له لوري پرې په زرګونو خلک تګ راتګ کوي او که چېرې داسی تړلې پاتې شي نو له امله به يې زيات شمېر خلک له ستونزه سره مخ شي.