Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“هېڅوک نه شي کولاى د مجاهدينو له ځواکونو په منفي خوا کې کار واخلي”

کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٣): صلاح الدين رباني وايي، د مجاهدينو رول بايد له پامه ونه غورځول شي او هېڅوک نه شي کولى د مجاهدينو له سرتېرو په منفي برخه کې کار واخلي.

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني چې نن يې له افغانستانه د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو د ورځې په مناسبت د لويې جرګې په خېمه کې خبرې کولې، وويل چې د افغانستان د خلکو جهاد يوازې د هېواد د ازادۍ لامل نه شو، بلکې پخوانى شوروي اتحاد ټوټې ټوټې شو او د شوروي تر ولکې لاندې جمهوريتونو وکولاى شول خپلې ازادۍ واخلي.

هغه په دې غونډه کې چې د د جهادي مشرانو او د ملي شورا د غړو په ګډون سلګونو کسانو ګډون درلود، زياته کړه چې د افغانستان د خلکو د جهاد له برکته د برلين دېوال ونړېد او يو موټى المان رامنځته شو او مارکسېزم او لينينزم د تاريخ حافظې ته وسپارل شول.

د شوروي اتحاد سرې لښکرې چې په ټانکونو، وسلو او پرمختللو جنګي تجهيزاتو سمبال وو، د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه يې پر افغانستان يرغل وکړ او د افغانستان د ملت له شاوخوا يوې لسيزې مقاومت وروسته د ١٣٦٧ کال د سلواغې په ٢٦مه له هېواده وتلو ته اړ شول.

رباني د سلواغې ٢٦مۀ، د افغانستان د خلکو چې د نړۍ لوى قدرت يې مات کړ او ځان ته يې تاريخ جوړ کړ، د ژغورنې ورځ ياده کړه او ځوانانو ته په خطاب کې يې وويل: ((نننى نسل بايد وپوهېږي چې زموږ بقا زموږ په يووالي کې ده او بايد له تعصب پرته د هېواد په ترقۍ او پرمختګ کې کار وکړي.))

هغه وويل چې ځينې کړۍ د دې لپاره کار کوي چې ځوانان تعصبونو ته وهڅوي او له هغوۍ ناوړه استفاده کوي خو لازمه ده چې اوس بايد ځوانان د جهاد له تجربو کار واخلي، بايد صحنې ته راشي، د لوستو او صادقو ځوانانو لپاره د خدمت کولو زمينه برابره شي.

رباني څرګنده کړه: ((په هېڅ معامله کې دې د افغانستان جهادګر له پامه نه غورځېږي او نه دې هم ګوښې ته کېږي.))   

هغه زياته کړه، د ملي وحدت حکومت مشرتابه ښه پوهېږي، چې که چېرې مجاهدين ګوښې ته و ايستل شي، د امنيت د اخلال لپاره د دښمن انګېزه پياوړې کېږي او سخته به وي د هغو کسانو ځاى چې په کارنامو کې يې د کمونيزم او ترهګرو پر وړاندې څلور لسيزه مبارزه ثبت ده، په سانۍ ټک کړي.

د استاد رباني زوى وويل، باور لري چې په اوسني حکومت کې دغه درک شته چې له دغو جهاديانو په جهاد او رغونه کې هم کار واخلي.

صلاح الدين وويل، که مجاهدينو کلونه ګيلې او نيوکې کړې، هغه ټولې له زړه سوي وې، نه له حرصه او دغه ګيلې له هغو ناپاميو او بې مينې توبه وې چې مجاهدينو د هغو پر وړاندې قرباني ورکړې او د مجاهدينو دښمنان بايد له دغو نيوکو د خلکو د ذهنيت ګډوډولو په فکر کې نه شي، چې دغه فکر باطل دى.

هغه وويل: ((زه د جهاد د کورنۍ د يوه غړي په توګه اعلان کوم، چې هېڅوک د مجاهدينو له ځواکونو په منفي برخه کې کار نه شي اخيستلاى، مجاهدين د جهاد وارثين دي او جهاد د همسنګرانو، وروڼو او خويندو د وينو محصول دى.))

رباني زياته کړه، چې د افغانستان جهاد د خلکو اکثريت ملاتړ درلود او هغه کړۍ چې لاسونه يې د خلکو په وينو سره دي، د مجاهدينو پر ضد تبليغ کوي.

 

 

 

 

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.