Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځانمرګي بريد يوه ښځه ووژله او درې تنه نور يې ټپيان کړل

دويم تعقيب – کندهار ښار (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٣): د کندهار امنيتي چارواکي، چې د دې ښار په پنځمه حوزه کې د ځانمرګي بريد له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا څلورنيمو بجو د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د کابل اډې او کندهار پوهنتون تدريسي روغتون ته مخامخ سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، يو ځانمرګى بريدګر پلى روان و، د پوليسو تر تعقيب لاندې و او غوښتل يې چې ويې نيسي، خو هغه خپل ځان ته چاودنه ورکړه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يوه ښځه وژل شوې او درې نور ملکي وګړي ټپيان دي، چې ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

درانى وايي، پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پېښې عيني شاهد او د کابل اډې يو موټرچلوونکى نورالله وايي، چې دى سپرليو ته په انتظار ولاړ و، يو کس يې وليد چې يواځې ناسته و او داسې معلومېده چې چاته منتظر وي.

دى زياتوي، په همدې مهال دغه بريدګر ځان ته چاودنه ورکړه.

د نوموړي په خبره، د پېښې له ځايه لرې د پوليسو پوسته هم وه، خو هغوى ته زيان نه دى اوښتى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.