ژبه

ترافيکي پېښه کې شپږ تنه مړه شول

کندهار (پژواک ٦ کب ٩٣): په کندهار کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ ٦ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دې ولايت د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د يوې کرولا موټر سپرلۍ چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي، د کندهار ښار عينو مينې ته په تفريح راغلي و، چې په لاره کې يې د برېښنا له پايې سره يې ټکر کړى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې ٦ تنه چې درې يې نجونې او درې هلکان دي، وژل شوي او درې تنه نور چې دوه ماشومان (هلک او نجلۍ) او يو نارينه چې د دوى پلار و، ټپيان شوي دي.

نوموړي د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتياطي او تېز سرعت وباله.