Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د بشري حقونو د څار سازمان راپور هېواد کې د نا امنۍ لامل کېدای شي”

“د بشري حقونو د څار سازمان راپور هېواد کې د نا امنۍ لامل کېدای شي”

author avatar
11 Mar 2015 - 16:40
“د بشري حقونو د څار سازمان راپور هېواد کې د نا امنۍ لامل کېدای شي”
author avatar
11 Mar 2015 - 16:40

کندهار ښار ( پژواک، ٢٠ کب ٩٣ ) : د کندهار نظامي شورا وايي چې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان  د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونکو په اړه راپور له امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ نه دى خپور کړى.

نظامي شورا ويلي، په افغان اتلانو پسې د دغه ډول راپورونو خپرول په هېواد کې د نا امنۍ لامل کېدای شي او دښمن ته د فعاليت زمينه برابروي.

تېره اوونۍ د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل کلني راپور کې د بلخ والي  او د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق په ګډون اته کسان په سرغړونو تورن کړي وو او له حکومت څخه يې غوښتي وو، چې پر دوى  قانون تطبيق کړي.

د کندهار ولايت مقام له خوا د کب په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ددې ولايت په امنيتي غونډه کې د ياد سازمان پر راپور بحث وشو.

سرچينې زياته کړې چې د غونډې برخه والو په ډاګه کړه، چې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هغه راپور چي په کې يو شمېر افغان چارواکي له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن شوي وو، له مسوولو ادارو سره له شريکېدو پرته خپور شوی دی.

په دې غونډه کې سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د ملي امنيت رييس بريدجنرال عيسی محمد، د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او يو شمېر نورو امنيتي مسوولينو ګډون کړي وو.

سرچينې زياته کړې، د نظامي شورا غړو وويل چي د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان راپور له ولايتي ادارې سره له شريکولو پرته خپور شوی او په افغان اتلانو پسې د دغه ډول راپورونو خپرول په هېواد کې د ناامنۍ لامل کېدای شي او دښمن ته د فعاليت زمينه برابروي.

د کندهار د ملي امنيت شورا ويلي  د بشري حقونو سازمان ته په کار وه چي د راپور د څرنګوالي په اړه يې د افغان حکومت او ولايتي ادارې نظر اخيستی وای او وروسته يې خپور کړی وای.

سرچينې زياته کړې : ((زموږ اتلانو بې شمېره قربانۍ ورکړي ، نو له سازمان څخه مو هيله دا ده   د هغو افغان سرتېرو چې د سرونو په بيه د هېواد دفاع کوي او په دې لار کې شهيدان شوي ، راپورونه خپاره کړي او د بېځايه تورونو پر ځای د افغان اتلانو له قربانيو څخه يادونه او د هغوی له حقونو څخه دفاع وکړي.))

د کندهار نظامي شورا له ياد سازمان څخه وغوښتل چي دا ډول راپورونه مخکې تر دې چې خپاره شي، بايد له افغان حکومت يا ولايتي امنيتي غونډې سره شريک شي او د افغان ځواکونو نظر واخيستل شي.

Views: 1

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.