Language

د يوه ملکي وګړي په ګډون لس پوليس ټپيان شوي

تالقان- کلات (پژواک، ٨ ورى ٩٤): په تخار، زابل او فراه  ولايتونو کې نهه پوليس او يو ملکي وګړى د نا امنيو په پېښو کې ټپيان شوي دي.

د زابل په مرکز کلات ښار کې د مرکزي روغتون يوې سرچينې د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شپږ ټپي پوليس ور وړل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې يو پوليس په کلات ښار کې د يوې چاودنې له امله ټپي شوى او پنځه نور په شهر صفا ولسوالۍ کې چاودنې ټپيان کړي دي.

د روغتون د سرچينې د معلوماتو له مخې چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

بلخوا د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې تېره شپه نامعلومو وسله والو د دشت کلا ولسوالۍ بازار ته څېرمه د امنيتي پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی چې په پايله کې يې دوه پوليس ژوبل شوي دي.

د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تېمور پژواک ته وويل چې وسله والو له يادې  پوستې پنځه ميله وسلې هم وړې دي.

تيمور وايي چې ژوبل پوليس د کندوز ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوی دى.

خو د طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې يې د پوليسو پر پوسته بريد کړى چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او د پوستې ودانۍ هم زيانمنه شوې ده.

د ده په خبره، طالبانو په پوسته کې څلور ميله کلاشينکوفونه او ګڼ نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د يو بل خبر له مخې، پرون غرمه مهال د فراه د پشترود ولسوالۍ په برنګک سيمه کې يو سيمه ييز  پوليس او د هغه ورور په خپل باغ کې د ماين چاودنې سخت ټپيان کړل.

د پشترود ولسوال غوث الدين وايي چې دغه ماين د وسلوالو طالبانو لخوا ځاى پر ځاى شوى و چې له امله يې ياد دوه ځوانان سخت ټپيان شول.

دى وايي چې د ياد سيمه ييز پوليس ورور ملکى وګړى و.

د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق وايي چې له يادو دوو تنو څخه د يو تن يوه پښه پرې شوې او بل يې هم د سختو ټپونو له امله  پرې کېږي.

دى وايي چې د دويم ټپي يوه پښتۍ ماته شوې ده.

هغه وويل چې دغه دواړه د درملنې لپاره هرات لېږدول شوي دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.