Language

د دوو پخوانيو قوماندانانو خپلمنځۍ نښته کې ٣ تنه وژل شوي

محمود راقي (پژواک، ٨ ورى ٩٤): په کاپيسا ولايت کې د دوو پخوانيو جهاني قوماندانانو په خپلمنځۍ جګړه کې درې تنه وژل شوي دي.

د کاپيسا د امنيت امر مل پاسوال  عبدالله تلوار د وري په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا جګړه په کوهبند ولسوالۍ کې پرون پيل شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په ياده ولسوالۍ کې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي د دوو پخوانيو جهادي قوماندانانو ګل نظيم او ضابط وکيل ترمنځ نښته رامنځته شوې وه.

د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې له دواړو لورو څخه درې تنه وژل شوي او يو بل ژوبل دى.

دى وايي، په مرکزي حکومت کې يو شمېر دولتي چارواکي له دواړو قوماندانانو څخه ملاتړ کوي او دوى ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

د تلوار په  وينا، په دې اړه يې څو څو وارې د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړى دى.

د امنيت امر زياتوي، چې په تېرو څو کلونو کې د دواړو قوماندانانو ترمنځ نښتو کې تر اوسه لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Topics