ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ٦٠٠ جنايي پېښې ثبت شوې دي

کندهار کې ٦٠٠ جنايي پېښې ثبت شوې دي

author avatar
7 Apr 2015 - 18:22
کندهار کې ٦٠٠ جنايي پېښې ثبت شوې دي
author avatar
7 Apr 2015 - 18:22

کندهار( پژواک، ١٨ ورى ٩٤): په تېر ١٣٩٣ لمريز کال کې په کندهار ولايت کې ٦٠٠ جنايي پېښې ثبت شوي چې ډېرې يې د غلاوو دي.

دا څرګندونې د کندهار د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مل پاسوال عبدالرحيم عليخېل نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.

خو هغه وايي چې په دې پېښو کې قتل، تاوتريخوالى، لواطت، زنا، غلا او ورته نور جرمونه شامل دي، خو تر ټولو ډېر په کې د غلا دي.

د ده په خبره، د يادو شوو شپږ سوه جنايي پېښو له جملې څخه د ٤٧٣ پېښو په تړاو د ٢٧ ماشومانو او ٩ مېرمنو په ګډون ٦٧٨ تنه نيول شوي، خو د پاتې ١٢٧ پېښو د عاملينو د نيول کېدو هڅې روانې دي.

ده وويل، په دې کال کې د غلاوو ټولې پېښې ١٧٨ ته رسېږي چې ډېرې يې د موټرسايکلونو او موټرو غلاوې دي چې د ١٥٥ پېښو مجرمين يې نيول شوي او ٢٣ پېښو مجرمين تر کشف لاندې دي.

عليخېل په کندهار کې د وسايطو د غلا د ډېروالي لامل پر وسايطو د نمبر پلېټ نشتوالى ګڼي او وايي په دې ولايت کې ډېرى وسايط قانوني اسناد او د پلېټ شمېرې نه لري، چې دې ستونزې نه يواځې غلا اسانه کړې ده، بلکې د پوليسو له خوا يې بيرته موندل هم ستونزمن کړي دي.

هغه ټينګار وکړ چې که ټول وسايط قانوني اسناد او نمبر پلېټ ولري، نو د غلا کولو کچه به يې کمه شي او د غلا په صورت کې به يې بيرته موندل هم اسانه شي.

خو هغه يادونه وکړه چې که د ١٣٩٣ کال جنايي جرمونه له تېرو کلونو سره پرتله شي، نو څرګندېږي چې دغه پېښې اوس کمې شوي او هغوى يې د لا کمولو لپاره خپل تدابير سخت کړي دي.

خو ده د وړم کال د جنايي جرمونو د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل.

دى د جرمونو د کچې په ټيټېوال کې د خلکو همکاري مهمه بولي او وايي د امنيت د ښه کېدو تر څنګ له مجرمينو سره د پوليسو قاطع چلند د جرمونو کچه راټيټه کړې ده.

د هغه په خبره، دا چې په تېر کې د کندهار امنيت ښه نه و، نو هغه مهال جرمونه هم زيات وو، ځکه ډېر مجرمينو له ناامنۍ څخه په استفاده بېلابېل جرمونه تر سره کول.

د کندهار ښار اوسېدونکي که څه هم وايي چې د تېر په پرتله په دې ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى، خو زياتوي چې د جرمونو په برخه کې هدفي وژنې او د وسايطو غلاوې لا هم لوى ګواښ دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.