کندهار( پژواک، ١٨ ورى ٩٤): په تېر ١٣٩٣ لمريز کال کې په کندهار ولايت کې ٦٠٠ جنايي پېښې ثبت شوي چې ډېرې يې د غلاوو دي.
دا څرګندونې د کندهار د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مل پاسوال عبدالرحيم عليخېل نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.
خو هغه وايي چې په دې پېښو کې قتل، تاوتريخوالى، لواطت، زنا، غلا او ورته نور جرمونه شامل دي، خو تر ټولو ډېر په کې د غلا دي.
د ده په خبره، د يادو شوو شپږ سوه جنايي پېښو له جملې څخه د ٤٧٣ پېښو په تړاو د ٢٧ ماشومانو او ٩ مېرمنو په ګډون ٦٧٨ تنه نيول شوي، خو د پاتې ١٢٧ پېښو د عاملينو د نيول کېدو هڅې روانې دي.
ده وويل، په دې کال کې د غلاوو ټولې پېښې ١٧٨ ته رسېږي چې ډېرې يې د موټرسايکلونو او موټرو غلاوې دي چې د ١٥٥ پېښو مجرمين يې نيول شوي او ٢٣ پېښو مجرمين تر کشف لاندې دي.
عليخېل په کندهار کې د وسايطو د غلا د ډېروالي لامل پر وسايطو د نمبر پلېټ نشتوالى ګڼي او وايي په دې ولايت کې ډېرى وسايط قانوني اسناد او د پلېټ شمېرې نه لري، چې دې ستونزې نه يواځې غلا اسانه کړې ده، بلکې د پوليسو له خوا يې بيرته موندل هم ستونزمن کړي دي.
هغه ټينګار وکړ چې که ټول وسايط قانوني اسناد او نمبر پلېټ ولري، نو د غلا کولو کچه به يې کمه شي او د غلا په صورت کې به يې بيرته موندل هم اسانه شي.
خو هغه يادونه وکړه چې که د ١٣٩٣ کال جنايي جرمونه له تېرو کلونو سره پرتله شي، نو څرګندېږي چې دغه پېښې اوس کمې شوي او هغوى يې د لا کمولو لپاره خپل تدابير سخت کړي دي.
خو ده د وړم کال د جنايي جرمونو د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل.
دى د جرمونو د کچې په ټيټېوال کې د خلکو همکاري مهمه بولي او وايي د امنيت د ښه کېدو تر څنګ له مجرمينو سره د پوليسو قاطع چلند د جرمونو کچه راټيټه کړې ده.
د هغه په خبره، دا چې په تېر کې د کندهار امنيت ښه نه و، نو هغه مهال جرمونه هم زيات وو، ځکه ډېر مجرمينو له ناامنۍ څخه په استفاده بېلابېل جرمونه تر سره کول.
د کندهار ښار اوسېدونکي که څه هم وايي چې د تېر په پرتله په دې ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى، خو زياتوي چې د جرمونو په برخه کې هدفي وژنې او د وسايطو غلاوې لا هم لوى ګواښ دى.
د کندهار ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي محمد ناصر پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې وړاندې د ناامنيو نورو پېښو د خلکو ژوند تريخ کړى و، خو اوس بيا غلاوو او نورو جرمونو اندېښمن کړي دي.
هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې د وسايطو غلاوې ډېرې شوې چې لوى لامل يې بې کاري ګڼل کېږي.
دى وايي، غله ډېر مهال د شپې له پلوه نه يواځې له خلکو څخه موټر، موټر سايکل او نور وسايط بيايي، بلکې له کورونو څخه هم قيمتي توکي وړي.
د ده د معلوماتو له مخې، د غلاوو ګڼې پېښې د کندهار ښار په داسې سيمو کې کېږي، چېرې چې د پوليسو امنيتي پوستې ډېرې ورته نږدې وي.
هغه دغه راز پر هدفي وژنو هم اندېښنه وښوده او ويې ويل چې ډېر مهال د ښار په منځ کې په رڼا ورځ تر سره کېږي، چې پوليس او نور دولتي کارکوونکي په کې په نښه کېږي.
د خلکو د دغو اندېښنو په ځواب کې د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وايي چې پوليسو د ډېرو دغه راز پېښو مخينوى کړى، خو بيا هم وسله وال مخالفين په کندهار ښار کې د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه په استفاده غلچکي بريدونه تر سره کوي.
د ده په وينا، پوليس توانېدلي چې د ډېرو هدفي وژنو او غلچکيو بريدونو عاملين ونيسي، چې دې چارې د هدفي وژنو ګراف راټيټ کړى دى.
اطرافي دغه راز دا هم وويل، که څه هم په تېر کې د امنيتي پېښو تر څنګ د جنايي جرمونو کچه لوړه وه، خو د هغوى د کشفي ارګانونو د ډېر کار په پايله کې جنايي پېښې راکمې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










