محمودراقي (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، د دولت وسله وال مخالفين له دوه نيمو کلونو راهيسې له درازکوف وسلې ګټه اخلي او له لرې واټن څخه په اسانۍ سرتېري په نښه کوي.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقير احمد صديقی وايي چې د کاپيسا په ناامنو سيمو کې اوسمهال مخالفين د مخامخ جګړې توان نه لري خو ډېر کله له درازکوف ګټه اخلي.
درازکوف دوربين لرونکې روسۍ وسله ده چې له ډېرې لرې فاصلې د نښې ويشتو توان لري.
د امنيه قوماندان په وينا، په تېره مياشت کې د دوى څو تنه سيمه ييز پوليس د همدې وسلې په ډزو د مخالفينو له خوا وژل شوي دي.
خو هغه وويل چې دا وسله نوې نه ده، بلکې له پخوا په سيمه کې موجوده وه.
د امنيې قوماندان په خبره مخالفين ځکه له دې وسلې کار اخلي چې په جګړه کې خپل تلفات کم کړي.
بلخوا د کاپيسا ځيني اوسېدونکي هم تاييدوي چې په دې وروستيو کې د دولت مخالفين له درازکوف څخه کار اخلي او اوسمهال يې هره ډله يوه يا دوه ميله له ځان سره لري.
د شېرمحمد په نوم د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک ته وويل، څو کاله وړاندې د ملي اردو ځواکونه د عملياتو او د لوې لارې د ساتنې په موخه تګاب ته راغلی وو، جګړه ونه شوه، خو د ملي اردو يو مشر د وسله والو لخوا وويشتل شو.
هغه وويل، وروسته خبر شول چې د دولت مخالفينو د انارجوی په دوران په سيمه کې له لرې واټڼ څخه پر لويه لاره ځيني مهم چارواکي د درازکوف په واسطه له لرې نښه کوي.
د شاه زرين په نوم د تګاب د بدراب سيمې بل اوسېدونکی وايي، اوسمهال د تګاب په ناامنو سيمو کې له مخالفينو سره دا ډول وسلې ډېرې ليدل کېږي.
شاه زرين زياته کړه: "دا سلاح له يوې خوا کمې مرمۍ مصروفوي او بل له لرې هدف په نښه کوي او هم مقابل لوری نه پوهېږي چې يوه مرمۍ له کوم لوري راغله نو ځکه اوسمهال د حکومت وسله وال له همدې وسلې څخه کار اخلي."
د شېر زمان په نوم د کاپيسا د اله سای ولسوالۍ يو سيمه ييز پوليس هم تاييدوي چې په دې وروستيو کې له درازکوف څخه مخالفين ډېره ګټه پورته کوي.
login or register a new account.