Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز په ځانمرګي بريد کې د وژل شوو شمېر ٢٩ تنو ته ورسېد

درېيم تعقيب- کندوز (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د کندوز د ځانمرګي بريد په پايله کې د سيمه ييزو پوليسو د څلورو قوماندانانو په ګډون ٢٩ کسان وژل شوي او د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

دغه چاودنه د موټربم په وسيله د خان اباد ولسوالۍ په بندرشوراب سيمه کې د غيرقانوني وسله والو او يو شمېر قوماندانانو په منځ کې تېر ماښام رامنځته شوې ده.

په لومړيو کې د وژل شوو کسانو شمېر ٢٠ تنه ښودل شوى و، خو د ټپيانو شمېر معلوم نه و.

خو اوسمهال (له غرمې وروسته) د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ٢٩ کسان (٢٥ غيرقانوني وسله وال او څلور ملکيان) وژل شوي دي.
اميري زياته کړه چې په دغه ځانمرګي بريد کې همدارنګه ١٤ ملکيان او پنځه غيرقانوني وسله وال ټپيان شوي دي.

د کندوز د والي وياند عبدالودود واحدي وايي چې په يادو وژل شوو کې د دوو نورو قوماندانانو په ګډون قوماندان قدير چهارتوت هم شامل دى.

قدير چهارتوت په خان اباد ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون له مهمو قوماندانانو شمېرل کېده چې په وروستيو څو کلونو کې يې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه کوله.

د کندوز د عامې روغتيا مشر ډاکتر سعد مختار وايي چې د کندوز ولايتي روغتون له يادې پېښې ٢٣ ټپيان او دوه مړي ور وړل شوي چې دوو کسانو د سختونو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

هغه وويل چې نور ټپيان د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته لېږدول شوي او د اوو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د خان اباد ولسوالۍ  د پراختيايي شورا مشر ضياءالحق وويل چې دغه چاودنه د موټربم په وسيله رامنځته شوې چې ځانمرګي بريدګر د يادو سيمه ييزو قوماندانانو په منځ کې چاودنه ورکړې ده.

هغه زياته کړه: "قوماندان قدير چهارتوت، قوماندان تور، قوماندان نادر هزاره او عبدالواحد چوب کله له خپلو لسګونو کسانو سره د يو شمېر موضوعاتو په اړه سره راغونډ شوي وو او د خبرو په حال کې وو چې يو ناڅاپه دغه موټر د دوى لور ته رانږدې شو او چاودنه يې وکړه چې له امله يې څلور قوماندانان هم ووژل شول."

د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په يوه رالېږل شوي برېښنا ليک کې ويلي چې په دغه ځانمرګي بريد کې د اربکيانو د اوو قوماندانانو په ګډون ٣١ کسان وژل شوي او ٢٦ نور سخت ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.