کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند وایي، د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې چې ګواکې په بنو کې د پولیسو پر مرکز برید افغانستان کې پلان شوی، بېبنسټه دي او زیاتوي چې د ستونزو حل د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم له لارې ممکن دی.
د راپورونو له مخې، درې ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د موټربم چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۵ پاکستاني پولیس ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرو ویلي چې د یاد برید په تړاو یې په اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفیر احضار کړی او اعتراضلیک یې ورته سپارلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې چې په بنو کې یې د پولیسو پر مرکز برید افغانستان کې پلان شوی بللی، بېاساسه ګڼي او ردوي یې.
هغه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د ستونزو حل د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې ممکن ګڼي.
مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت یو ځل بیا خپل دریځ روښانوي چې د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه به چا ته د داسې تحرکاتو اجازه ورکړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات زیانمن کړي.