فطرت: د عراقچي څرګندونې د افغانستان د واقعیتونو د سم درک په معنا دي
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او وايي، دا څرګندونې په اصل کې د افغانستان د شته واقعیتونو د سم درک په معنا دي.
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او وايي، دا څرګندونې په اصل کې د افغانستان د شته واقعیتونو د سم درک په معنا دي.
سیګار په یوه تازه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې ځینې بهرنۍ ډلې فعالیت لري خو ا.ا دغه څرګندونې ردوي او وایي چې په افغانستان کې هيڅ بهرنۍ ډله شتون نه لري.
د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې د افغانستان د دفاع وزیر د ډیورنډ فرضي کرښې له څېرمه سیمو د ټيټيپي د ایستلو لپاره له دوی د پیسو غوښتنه کړې، خو اسلامي امارت بیا د هغه دغه ادعا ردوي.
اسلامي امارت وایي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر سرپرست وزیر برید "خوارجو" کړی او دا ډول اعمال نه شي کولی د اسلامي نظام پر وړاندې "د دسیسه جوړونکو کوم هدف" ترسره کړي.
یوناما په یو راپور کې وايي، رسنۍ په افغانستان کې له محدودیتونو سره مخ دي، خو د ا.ا ویاند دغه راپور ته په غبرګون کې د رسنيو له خوا اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ته په درناوي ټینګار کوي، وایي چې د افغانستان اړوند مسایلو ته باید د لویدیځو هیوادونو له عینکو ونه کتل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اصف دُراني وروستۍ څرګندونې له واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو مغشوشولو هڅه بللې او ویلي یې دي، دراني چې د کومو خطرونو نسبت افغانستان ته کړی، په حقیقت کې د دې هرڅه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي.
په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر له افغان چارواکو سره په لیدنو کې ویلي چې د اسلامي امارت د استازي په شتون کې به د دوحې درېیمه غونډه معلومې پایلې ولري خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې په غونډه کې د ګډون لپاره باید د ا.ا شرطونه ومنل شي.
د اسلامي امارت وياند د پاکستان د دفاع وزير هغه څرګندونې چې ګواګې «پاکستان کې د ترهګرۍ سرچينه افغانستان کې ده» رد کړې او دا یې د پاکستان له خوا د خپلو ناکامیو د توجیه هڅه وبلله.
د ا.ا ویاند وایي، د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن وروستۍ خبرې د ا.ا اعلان شوو ژمنو ته پابندي ثابتوي او په ټولو پرېکړو کې د افغانستان خپلواکي د ازادۍ په معنا ده؛ نه د غلامۍ.
د امریکا ولسمشر وايي: «ما ویلي و چې افغانستان کې به القاعده نه وي او طالبان به له موږ سره همکاري کوي.»؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جو بایډن دغه څرګندونې د حقیقت درک بولي.
د سیاسي چارو ځیني شنونکي د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وایي، دغه هېواد د ځان سپینولو لپاره د افغانستان په تړاو بېبنسټه څرګندونې کوي.