منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

مجاهد

۸۰ راپورونه

راپورونه

مجاهد: د بندیزونو غځول د ناکامې تجربې تکرار دی

د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې د مأموریت غځېدو غبرګون کې ویلي چې د بندیزونو غځول یو ناکام سیاست دی او پر داسې تګلارو بايد بیاکتنه وشي، څو…

مجاهد: ا.ا هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي

د اسلامي امارت ویاند د امریکا د استازو جرګې د یوه غړي هغه ادعا چې ګواکي افغانستان «د تروریستي ډلو په یوه امن پټنځای» بدل شوی، رد کړې او ویلي دي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.

غړي

مجاهد: ګاونډي هېوادونه دې پر پولو او ډېورنډ فرضي کرښه ستونزې نه جوړوي

د سرپرست حکومت چارواکو د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د آزادۍ پر ساتلو او له هېوادونو سره پر تعامل د ټینګار تر څنګ له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې پر پولو او ډېورنډ فرضي کرښه دې ستونزې نه رامنځته کوي.

د افغانستان په اړه د ټرمپ تازه څرګندونې او د اسلامي امارت غبرګون

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په ملي کانګرېس کې ادعا کړې چې افغانستان اوس د وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوی، خو اسلامي امارت دا څرګندونې ردوي او وايي، ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې وو او دي، زېرمه او ساتل شوي.

غړي

مجاهد د دوحې ناستې له پيلېدو مخکې د م.م او ځینو هېوادونو له استازو سره ګوري

د اسلامي امارت ویاند د دوحې درېیمې ناستې له پیلېدو مخکې د افغانستان لپاره د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو له ځانګړو استازو سره لیدلي او ټاکل شوې د هند، سعودي عربستان، قزاقستان، بریتانیا، ناروي، اندونیزیا، ندرلېنډ او م.م له استازو سره هم وګوري.

غړي

مجاهد: د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې ناستې درشل کې د اذهانو خرابولو هڅه ده

د اسلامي امارت ویاند وایي، د ملګرو ملتونو ځينو غړو او په ځانګړې توګه د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې راتلونکې ناستې درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه ده او په دې سره غواړي د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کړي.

غړي

له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۵مه کلیزه؛ مجاهد: متجاوز هېوادونه دې له تېر څخه عبرت واخلي

اسلامي امارت له افغانستانه د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۵مې کلیزې په مناسبت ویلي چې افغانان سوله غوښتونکي دي او لاهم د استقلال غوښتنې قوي حس په کې موجود دی او متجاوز هېوادونو دې له خپلو ناکامیو درس واخلي.

غړي

مجاهد: یوناما دې په ناخبرۍ سره د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بې‌ځایه نیوکې نه کوي

اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري وضعیت د اروزنې په اړه د یوناما تازه راپور په غبرګون کې ویلي، دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی او یوناما دې د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بې‌ځایه نیوکې نه کوي.

نور راپورونه