اټلانټا (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، حکمتیار د هېواد جهادي شخصیت دی، عزت او وقار یې پر خپل ځای دي او رسنیو کې یې چې په اړه څه خپاره شوي، افواهات دي.
[restrict paid="true"]
مجاهد د وري په ۷مه پر اېکسپاڼه لیکلي: «حکمتیار صاحب د هېواد یو جهادي شخصیت دی، خو دا چې د هغه د اوسېدو پخوانی ځای متنازع فیه و، پرېکړه وشوه چې هغه په یو مناسب ځای کې و اوسېږي.»
هغه زیاته کړې، نور د حکمتیار پر وړاندې هيڅ اقدام نه دی شوی، عزت، وقار او حیثیت یې پر خپل ځای دي.
له دې مخکې په ټولنیزو شبکو داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې د امنیتي ځواکونو له خوا یې کور محاصره شوی دی.
خو د مجاهد ترڅنګ ځینو نورو سرچینو هم د حکمتیار د کور د محاصرې اوازې رد کړې دي.
له دې مخکې ځینو نورو سرچینو پژواک ته ویلي وو چې د حزب اسلامي د مشر استوګنځای نه دی محاصره شوی خو له بحثونو وروسته پایله دا شوه چې د هغه کور بل ځای ته ولېږدول شي؛ ځکه له پخواني حکومت سره د حزب اسلامي د سولې هوکړه ا.ا ته د منلو نه ده.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له اوږدو مذاکراتو وروسته په ۱۳۹۶ کال کې له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ حکمتیار کابل ته ستون شو او تېر حکومت د کابل په دارالامان سیمه کې د اوسېدو لپاره ځینې ودانۍ ورکړې.
بلخوا، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمن حکمتیار پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د استوګنې ځای نه دی محاصره شوی، کابل کې د اوسېدو ځای بدلوو، چارواکو سره تر څو میاشتو بحث وروسته نتیجه دا شوه چې له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه اوسني حکومت ته د منلو وړ نه ده، له تېر حکومت سره د سولې له تړون یوازې همدا د اوسېدو ځای پاتې و.»
ده ویلي، د اوسني سرپرست حکومت په نظر دا د دولت ځای وو او بايد استرداد شوی و، له میاشتو بحثونو وروسته پایله دا شوه چې د مشر اوسېدو ځای بدل شي، هماغه وو چي پرون مشر او کورنۍ یې له افطار وروسته پخپله وزير اکبر خان سيمې ته نقل شوه.
ده زیاته کړې: «محاصرې او چاپې خبرې مطلقاً دروغ دي، بلکې پرون هم مشر د معمول په څېر خپله درسي حلقه کې شرکت کړی، مامورينو دفتر کې د معمول مطابق خپل ورځني کارونه پر مخ يووړل او مياشتني معاشات یې ترلاسه کړي.»
خو د حکمتیار زوی ګیله کړې چې دغه عمل په خپل ذات کې ډېر نامناسب او بې احترامي ده چې ډېرو هېوادوالو ته د ژورې خواشينۍ او خپګان سبب وګرځېد.
ده زیاته کړې: «مشر نه کوم اېنچ ځمکه نيولې، نه یې اراده درلوده، ټول افغانستان پوهېږي، که چېرې کوم مشر د کور له غصب څخه مبرا وي، هغه به حکمتيار صاحب وي؛ په ټول افغانستان کې څوک داسې ځای نه شي ښودلی چې حزب يا یې مشر پرې قبضه کړې وي، حتا د مشر خپل پلرنی کور او ځمکه د نورو ډېرو حزبيانو په څېر ويجاړ پراته دي.»
هغه دغه راز ویلي، په روژه کې د تخليې پر پرېکړه اصرار په خپله يو نامناسب کار و چې د اوسني حکومت د سينې د پراخوالي او زغم اندازه ترې څرګندېدای شي، دغه کار له اختر وروسته هم کېدلای شو.
له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند عبدالنافع ټکور پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «حکمتیار صاحب یوې خوا ته نه دی تللی او نه به ولاړ شي، له هغه په هېواد کې د اوسېدلو حق چا نه دی اخیستی او نه چا ته اجازه ورکول کېږې چې له هېواده یې وتلو ته اړ کړي، دا چې یو شمېر د پردیو مزدوران او تالۍڅټې نارې وهي چې ګواکې حکمتیار صاحب له افغانستانه وتلو ته اړ کېږي یا وځي دا حقیقت نه لري»
هغه لیکلي، اصلي خبره دا ده چې د حکمتیار مخکنی استوګنځای په امارتي ځمکه کې و، خو اوس د یو تفاهم او مصلحت له مخې، هغه ته د پخواني ځای په عوض د اوسېدو لپاره بل ځای په نظر کې نیول شوی او هلته انتقالېږي.
عدلیې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP