ټولنیزو رسنیو کې د حکمتیار د کسانو بېوسلې کولو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی
پر ټولنیزو پاڼو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کسانو د بېوسلې کولو په اړه یو «مکتوب» لاس په لاس کېږي، خو اسلامي امارت او حزب اسلامي وایي چې دغه مکتوب جعلي دی.
پر ټولنیزو پاڼو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کسانو د بېوسلې کولو په اړه یو «مکتوب» لاس په لاس کېږي، خو اسلامي امارت او حزب اسلامي وایي چې دغه مکتوب جعلي دی.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د امریکا لخوا اسلامي امارت ته د ټول شموله حکومت د جوړېدو په تړاو خبرې او د فهرست ورکولو ادعاوې حقیقت نه لري.
عدلیې وزارت: د ځمکو د غصب کمېسیون د کابل دارالامان کې د حکمتیار اړونده ځمکې په اړه تصمیم نیولی
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له خپلو پلویانو غوښتي چې یوې بلې جګړې او مبارزې ته چمتووالی ونیسي. نوموړي دغه څرګندونې پرون د جمعې لمانځه په خطبه کې راغلو ګډونوالو ته په خپله وینا…
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د تېرې جمعې ورځ یې پر جومات دواړه بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو. د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د دارالامان پر سړک د حزب…
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د حزب اسلامي پر دفتر برید پر سختو ټکو وغانده او هغه ته یې د حکومت له خوا د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو او ورته پېښو د مخنیوي ډاډ ورکړ.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، پر جومات یې دوو ځانمرګو برید کړی، دی ترې روغ وتلی، خو درېیو کسانو ته یې مرګژوبله اوښتې ده.
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د افغانانو ترمنځ له کوم قید او شرط پرته د ریښتینو مذاکراتو پیل، د حل یوه واقعي، عادلانه او معقوله لار ده چې له افغانستان سره د بېثباتۍ،…
د حزب اسلامي مشر، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غندي، وایي له هرو څلورو یو افغان کډوال دی او نور هم په داسې حال کې د وتو هڅې کوي چې هېواد…
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هوکړې او تفاهم په لټه کې ده او غواړي چې د دوحې د مخکېنیو مذاکراتو په څېر، نوي دوهاړخیز مذاکرات او یوه نوې معاهده ولري.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، افغانان دې حساسو قضاياوو ته جدي پام وکړي او د لويو طاقتونو په رقابتونو كې باید د هېڅ لوري ملګرتيا ونه كړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې پر تړون سختې نیوکې کړې او هغه یې یو ناکام او غیر عملي تړون ګڼلی دی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د افغانستان اوسنی حالت د پخواني جمهوري نظام په پرتله ډېر ښه دی. نوموړي د پخواني جمهوري نظام د سقوط د یوه کال بشپړېدو په مناسبت له…
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشاره ویلي چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعال نظامي حضور لري او خپله جګړه یې…
د حزب اسلامي مشر، د علماوو په غونډه کې د «انصاري» پر هغو څرګندونو چې د مخالفینو سر دې غوڅ کړل شي، سختې نیوکې کړې دي؛ وایي غونډه کې باید د اجنډا له مخې د اساسي قانون، له سياسي ګوندونو سره تعامل او د نجونو د تحصيل په څېر پر مهمو مسایلو خبرې شوې وای.
حکمتیار، د بحران د ډاډمن حل لپاره په پرېکړو کې د ملت پر ونډه ټینګار کوي، سرپرست حکومت ته په خطاب کې وایي: «مه پرېږدئ څوك داسې وانګېري چې دا هېواد دوى فتح كړى او د دې هېواد ولس د هغوى اسيران دي؛ بېځايه غرور، نظامونه نسكوروي.»
حکمتیار، ننګرهار کې د مرموزو وژنو څېړنه غواړي، له الله ګل مجاهد سره وروستی چلند او د افغان حکومت د په رسمیت نه پېژندلو په اړه د ایران څرګندونې غندي، ترې غواړي چې خپلې څرګندونې…