کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غندي، وایي له هرو څلورو یو افغان کډوال دی او نور هم په داسې حال کې د وتو هڅې کوي چې هېواد به تر هغه له بهرنيو لاسوهنو سره مخ وي تر څو چې په بهر کې کډوال لري.
د راپورنو له مخې، له څه مودې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کېږي او بندیانوي یې.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیا تېره ورځ د جمعې لمانځه خطبې پر مهال په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دې هېواد د پولیسو ناوړه او غیرانساني چلن غندلی او له پاکستاني چارواکیو یې غوښتي چې له تكرار یې مخنيوى وكړي؛ ځکه چې دوام به یې تر نورو وړاندي پاکستان ته بدي پايلي ولري.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه غوښتي و چې له افغانانو سره ناسم چلند ودروي. تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې وویل چې په دې وروستیو کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو چلند ناسم، پاروونکی او د دواړو هېوادونو په زیان دی.
د حزب اسلامي مشر له ایران څخه غوښتي چې د افغان کډوالو اجباري ایستل ودروي.
د پژواک خبري اژانس د یو راپور له مخې، د روان هجري لمریز کال له پیله راهیسې شاوخوا ۲۵۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۱۳۵ زره هغه کډوال دي چې له ایرانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.
حکمتیار ویلي: «د مهاجرينو قضيه او ستونزې تر ټولو مهمه او ډېره جدي قضيه ده؛ حكومت بايد دې ته د ټولو نورو قضاياوو په پرتله لومړيتوب وركړي؛ خپل هېواد ته د دوى راستنول او د خوندي او ډاډمن اسكان ستونزې یې حلول؛ د حكومت او چارواكو ژوره او پراخه توجه ايجابوي؛ د افغانانو نږدې څلورمه برخه مهاجر دي، له هرو څلورو تنو یو تن مهاجر دی، درې یې هم داسې دي چې د وتلو لار نه لري، فقر او نورو پېښو اړ کړې چې هېواد پریږدي، خو د مجبوریت له امله پاتې دي، هڅه کوي پاسپورټ تر لاسه کړي او په بهر کې پناه ومومي او هلته پناه واخلي. تر هغه چي په بهر كي مهاجرين لرو؛ له بهرنيو لاسوهنو او مداخلاتو سره به هم مخامخ وو او له ناامنيو او جنگ سره هم.»
د ده په وینا، د نا امنیو یو لامل همدا کډوال دي، ځکه د دوی له منځ څخه سرتیري او جنګیالي پیدا کول او بیا یې د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې جنګول اسانه دي؛ نو ځکه باید دا ستونزه تر ټولو وړاندې حل شي او د حل لاره ورته وموندل شي.
حکمتیار هیله څرګند کړي چې یوه ورځ ټول افغانان په خپل هېواد کې مېشت وي، د بهرنيو ځواكونو له لاسوهنو خوندي او بل ته له احتياج ژغورل شوي وي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي او له دې ډلې شاوخوا درې میلیون په ایران، شاوخوا درې میلیون په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي؛ له دغو کسانو ځیني یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني سندونه لري او ځیني یې نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










