منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۲ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

قطر افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره له ملګرو ملتونو سره پر خپلې همکارۍ ټینګار کړی

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې د دغه سازمان د سیاسي او سولې جوړونې چارو له مرستیالې سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره له ملګرو ملتونو او نړۍوالو شریکانو سره د خپل هېواد پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه (د اکټوبر ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دایمي استازې شیخه علیا احمد بن سیف آل‌ثاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې چارو له مرستیالې روزماري ډیکارلو سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د قطر استازې په دې لیدنه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره د نړۍوالو هڅو د ملاتړ په موخه له ملګرو ملتونو او نړۍوالو شریکانو سره د نږدې همکارۍ برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

ورته مهال، روزماري ډیکارلو کابل ته د خپل وروستي سفر په یادولو سره په افغانستان کې وروستي سیاسي او بشري وضعیت او له دغه هېواد سره د تړلو نړۍوالو هڅو په اړه خبرې کړې دي.