کابل (پژواک) ـ د چاپېریالساتنې عمومي اداره وایي چې د دې ادارې عمومي رییس د مالیزیا د حرفوي خوندیتوب او روغتیا ادارې له رییسې سره د چاپېریالساتنې، صنعتي خوندیتوب، د خطرناکو کیمیاوي موادو د مدیریت او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د چاپېریالساتنې عمومي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص مالیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د حرفوي خوندیتوب او روغتیا ادارې له عمومي رییسې حزلینا بنت یون سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو استازو د ګډو ګټو پر بنسټ د بنسټیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا، د چاپېریالي روغتیا او صنعتي خوندیتوب د پیاوړتیا، د خطرناکو کیمیاوي موادو د مدیریت او د صنعتي فعالیتونو له امله د رامنځتهکېدونکو چاپېریالي او روغتیایي خطرونو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د همکاریو پر شته فرصتونو او راتلونکو امکاناتو یې د نظرونو تبادله وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، د لیدنې پر مهال د افغانستان د چاپېریالساتنې ادارې عمومي رییس د چاپېریالساتنې برخه کې د نړۍوالو او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا، د مسلکي ظرفیتونو پر لوړولو او د پرمختللو تخنیکي تجربو پر لېږد ټینګار وکړ او په اړوندو برخو کې یې د مالیزیا له تجربو او تخصصي امکاناتو د ګټې اخیستنې لېوالتیا څرګنده کړه.
سرچینې زیاته کړې، همدارنګه په دې کتنه کې د تخصصي روزنیزو پروګرامونو برابرولو، د تخنیکي او مسلکي تجربو شریکولو، د ګډو علمي او تخنیکي ورکشاپونو جوړولو، د روزنیزو سفرونو د تنظیم او د اړوندو قوانینو، مقرراتو او نړۍوالو معیارونو پلي کولو برخو کې د همکاریو پر امکاناتو خبرې وشوې.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، سربېره پر دې د دواړو ادارو ترمنځ د دوامداره اړیکو او تخنیکي همغږۍ پر پیاوړتیا، د ګډو همکاریو د لومړیتوبونو پر ټاکلو او د راتلونکو ګډو نوښتونو لپاره د مناسبو میکانيزمونو رامنځته کولو پر لارو چارو هم د نظرونو تبادله وشوه.
دې ادارې ویلي چې یاده لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اړوندو بنسټونو د اړیکو د لا پیاوړتیا، د متقابلو تجربو شریکولو، د مسلکي ظرفیتونو لوړولو او د چاپېریالي روغتیا او صنعتي خوندیتوب برخو کې د اوږدمهاله او دوامداره تخنیکي همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.











