ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 کابل پر اسلام‌اباد غږ وکړ چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلند ودروي

 کابل پر اسلام‌اباد غږ وکړ چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلند ودروي

author avatar
10 Nov 2022 - 13:39
 کابل پر اسلام‌اباد غږ وکړ چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلند ودروي
author avatar
10 Nov 2022 - 13:39

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره ناسم چلند غندلی او د پاکستان له حکومته یې په کلکه غوښتي چې مخنیوی یې وکړي او د تکرار مخه یې ونیسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له څه مودې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو په ځانګړې توګه په سند ایالت کې افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو په پرله‌پسې توګه هڅه وکړه، خو له غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نشوه.

دغه‌راز سرچینه زیاتوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تل له ډیپلوماتیکو لارو د پاکستان پر چارواکو غږ کړی چې د افغان کډوالو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي، هلته له تلونکو او مېشتو افغانانو سره له ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.