کابل (پژواک) – د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند، د افغانستان لپاره د بلاروس د سفیر او ځانګړي استازي الکساندر اوګورودنیکوف باورلیک ومانه.
د ارګ پر اېکسپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د باورلیک منلو په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم حضور درلود.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
ملا محمدحسن اخند ویلي چې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اړیکو نوی پړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او اړیکو د پیاوړتیا ښکارندوی دی او د نوي سفیر د ماموریت پیل به د دواړو هېوادونو سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکې لا پراخې کړي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان په یادو برخو کې له بلاروس سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
بلخوا، الکساندر اوګورودنیکوف د خپل ماموریت له پیله خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هېواد به یې له افغانستان سره د کرنې، خوراکي توکو او درملو برخو کې سوداګري زیاته کړي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې په دې وروستیو کې بلاروس ته د اسلامي امارت د بېلابېلو پلاوو تګ راتګ له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته د دغه هېواد باور زیات کړی دی.










