منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۰ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ترک‌ژبو هېوادونو سازمان افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د ترک‌ژبو هېوادونو سازمان د خپلې دیارلسمې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او دوامدارې پراختیا لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د ترک‌ژبو هېوادونو سازمان دیارلسمه سرمشریزه د جمعې په ورځ (د اکټوبر ۳۰مه) «د ترک پېړۍ؛ په ژبه، فکر او عمل کې یووالی» تر سرلیک لاندې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ترسره شوه او په پای کې یې د «انقرې اعلامیې» په نوم ګډه اعلامیه لاسلیک شوه.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او دوامدارې پراختیا د ټینګښت په موخه به د ترک‌ژبو هېوادونو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د کاري ډلې په ګډون، خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

د راپور له مخې، په دې اعلامیه کې د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژې په ګډون د سیمه‌ییزو نښلوونکو او ټرانزیټي پروژو پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

د دغه سازمان غړو هېوادونو د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژه د سیمې د یو شمېر نورو ترانزیټي دهلېزونو ترڅنګ، د سیمه‌ییز اتصال او سوداګرۍ د پیاوړتیا له پلوه ستراتیژیکه بللې ده.

په دې اعلامیه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او امنیتي همکاریو پر پراختیا او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره د سیاسي همغږۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.