ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: د دوحې تړون ناکام او غېر عملي دی

حکمتیار: د دوحې تړون ناکام او غېر عملي دی

author avatar
9 Oct 2022 - 04:28
حکمتیار: د دوحې تړون ناکام او غېر عملي دی
author avatar
9 Oct 2022 - 04:28

اټلانټا (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې پر تړون سختې نیوکې کړې او هغه یې یو ناکام او غیر عملي تړون ګڼلی دی.

حکمتیار دغه څرګندونې پرون په کابل کې د جمعې لمانځه په خطبه کې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د قطر په پلازمېنې دوحه کې شوی و چې پر اساس یې له افغانستانه د امریکا په ګډون ټول بهرني ځواکونه ووتل.

د حزب اسلامي مشر وویل، امریکا غواړي یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره نوي مذاکرات پیل کړي، څو د دوحې تړون پر پاتې مادو د عمل لپاره خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالتونه بار بار د دوحې تړون پر بشپړ عملي کېدو ټینګار کوي.

خو حکمتیار وایي: «د دوحې تړن یو ناکام او غیر عملي تړون و، مذاکرات ناکام، ایجنډا ناکامه، په ټولیزه توګه ټول ناکام وو.»

د یادونې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت او امریکا یو بل د دوحې تړون پر نقضولو تورنوي، خو په ټولیزه توګه دا بریالی تړون بولي.

د حزب اسلامي مشر دغه‌راز وویل چې یو شمېر نور هېوادونه بیا په افغانستان کې پر ټول‌ګډونه حکومت ټینګار کوي، خو هر هېواد بیا د خپلې خوښې ټول‌ګډون حکومت غواړي.

حکمتیار وویل چې هر هېواد غواړي د خپلې خوښې کسان او ډلې په دغه ټول‌ګډونه حکومت کې ورګډ کړي.

د حزب اسلامي مشر دغه‌راز وایي چې په امریکا او اروپا کې مېشت «مقاومتیان» هم واضح دریځ نه لري، کله چې یوه اعلامیه ورکړي په سبا یې ځیني غړي مخالفت کوي.

د هغه په وینا، دوی هم په واک کې مشارکت غواړي او دغه کار لپاره هر «تنازل» ته تن ورکوي او ارزښتونو ته درناوی نه لري.

ده زیاته کړه، د دوی ځیني کسان د افغانستان د تجزیې خبرې هم کوي؛ دوی یوازې د یوه خریدار په تمه دي چې دوی واخلي او ملاتړ ترې وکړي.

Views: 1188

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.