اټلانټا (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د تېرې جمعې ورځ یې پر جومات دواړه بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د دارالامان پر سړک د حزب اسلامي د مرکزي دفتر پر ایمان جومات په داسې حال کې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې لمانځه خطبه ویله، دوو بریدګرو برید وکړ چې د حزب اسلامي دفتر د ساتونکو له خوا ووژل شول.

بریدګرو له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټر ته چاودنه ورکړه او بیا د جومات لور روان وو چې له ساتونکو سره له یوې لنډې نښتې وروسته ووژل شول.

هغه مهال مسوولینو ویلي وو چې په دې پېښه کې د حکمتیار یو ساتونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی او دواړه بریدګر هم وژل شوي دي.

حکمتیار د لېندۍ په ۱۸مه د جمعې لمانځه په خطبه کې ناستو کسانو ته د یاد برید په اړه نور معلومات او جزئیات وړاندې کړل.

نوموړي وویل، دواړه بریدګر د لمونځکوونکو په بڼه راغلي وو، چاودېدونکي توکي یې د خپل موټر په سویچبورډ کې ځای پر ځای کړي وو او موټر یې د مراجعینو موټرو پارکینګ کې درولی و.

د حزب اسلامي مشر وایي، کله چې له موټره ښکته کېږي، د جومات لور ته په منډه ورغلل او ډزې یې پيل کړې او سمدلاسه یې موټر ته هم چاودنه ورکړه.

د هغه په وینا، د جومات یوه ساتونکي د جومات دروازه وتړله او له هغوی سره په نښته کې ښکېل شو.

حکمتیار وايي، په لومړیو ډزو کې یو ساتونکی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

ده زیاته کړې: «دوی په خپل موټر کې ۱۲ کیلوګرامه چاودېدونکي ځای پر ځای کړي وو.»

د نوموړي په خبره چې له بریدګرو ټيلېفونونه او نور اسناد ترلاسه شوي چې د پلټنو پر مهال به ترې استفاده کېږي.

نوموړي ویلي، لومړنیو پلټنو کې معلومه شوې چې راغلي ترهګر د تاجکستان اوسېدونکي وو، افغانان نه وو، ترهګرې ډلې ونه شو کولی چې افغانان دغه برید ته چمتو کړي.

د هغه په وینا، د داعش ډلې تور بیرغ هم له بریدګرو ترلاسه شوی، خو دې ډلې تر اوسه په رسمي توګه نه د دغه برید مسوولیت اخیستی او نه یې هم رد کړی دی.

حکمتیار ویلي چې دوی دمګړۍ کومه ډله نه تورنوي، خو له بشپړو پلټنو وروسته به معلومه شي.

ده زیاته کړه: «کله چې اصلي تورن کسان معلوم شول، خپل حساب به ورسره تصفیه کړو.»