ژبه

متقي حکمتیار ته د امنیت خوندیتوب او پر هغه د شوي برید عاملانو نیولو ډاډ ورکړ

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د حزب اسلامي پر دفتر برید پر سختو ټکو وغانده او هغه ته یې د حکومت له خوا د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو او ورته پېښو د مخنیوي ډاډ ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي یادې څرګندونې په کابل کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره په لیدنه کې کړې دي.

سرچینه زیاتوي: «مولوي امیرخان متقي دغه ناوړه پېښه پر سختو ټکو وغندله او هغوی ته یې د حکومت له خوا د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو، د ورته پېښو مخنیوي، د مجرمینو نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو په اړه د بشپړ کوښښ ډاډ ورکړ.»

د سرچینې په وینا، حکمتیار د پوښتنې او خواخوږۍ له امله له متقي مننه وکړه او دغه پېښه یې د هېواد د دښمنانو کار وباله.

د لېندۍ ۱۱مه له غرمې وروسته د کابل د دارالامان پر سړک  د حزب اسلامي ګوند مرکزي دفتر کې- چې جومات هم په کې دی- د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه او برید وشو چې له امله یې د یاد حزب درېیو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان سرپرست حکومت، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، ځينو پخوانیو افغان چارواکو، ‎یوناما، د ایران، جاپان او ترکيې سفارتونو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان پر سفارت او د حزب اسلامي پر دفتر د تېرې ورځې بریدونه وغندل.

ورته موضوع