اټلانټا (پژواک ۱۶ زمری ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشاره ویلي چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعال نظامي حضور لري او خپله جګړه یې پای ته نه ده رسولې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې په کابل ښار کې د دوی په یوه بېپیلوټه برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهري ووژل شو او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
یاد برید د تېرې یکشنبې ورځ (د زمري اتمه/ د اګسټ لومړۍ نېټه) سهار شاوخوا ۶ بجې او ۱۸ دقیقې ترسره شو.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت دغه برید منلی او غندلی، خو د الظواهري وژل کېدل یې تر اوسه نه دی تایید کړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون په کابل کې د جمعې ورځې لمانځه په خطبه کې وویل چې تر اوسه امریکا د الظواهري د وژلو کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
https://youtu.be/oVdDvLvW2ZY
خو هغه زیاته کړې: «د یکشنبې برید یواځې د ظواهري د وژلو هڅه نه وه، دا پر ټول افغان ملت، استقلال، خپلواکۍ او ملي حاکمیت برید و، ټول افغانان دا غندي، دا یو ترهګریز برید و چې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.»
د هغه په وینا، همدا بریدونه دي چې ترهګري یې زېږولې او ترهګریزې ډلې یې رامنځته کړې دي او دوی ورته دا نوم کاروي.
حکمتیار وایي، د سپټمبر یوولسمې په څېر پېښې د همدې ډول بریدونو له امله رامنځته شوې دي.
خو د حزب اسلامي مشر دا هم وویل، دا برید ډېر حقایق رامخې ته کړل؛ لکه دا چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعال نظامي حضور لري او خپله جګړه یې پای ته نه ده رسولې.
هغه زیاته کړې، د دوحې تړون هسې یوه دوکه وه، دا د سولې تړون نه و؛ امریکا دغه تړون ته هیڅ التزام او درناوی نه لري.
حکمتیار وایي، پوښتنه دا ده، ظواهري څنګه کابل ته راغی، په کوم ډاډ راغی، امریکایان څنګه او چا له دې خبر کړل چې ظواهري چېرې اوسېږي؟ دغو جدي پوښتنو ته باید څرګند او د منلو وړ ځواب ورکړل شي، څو ټول ملت پر دې پوه شي او شکوک او شبهات له منځه ولاړ شي.
د هغه په وینا، اوس د اسلامي امارت لویه او مهمه دنده دا ده چې باید ملت پر دې مطمين کړي چې دا پېښه څه ډول رامنځته شوې ده؛ ابهام او مجامله، سکوت او څه نه ویل، دا نه مفید دي او نه هم صحیح.
خود د حزب اسلامي مشر وایي، د ظواهري په وژلو کېدو سره نه القاعده له منځه ځي، نه امریکا خپلې موخې ته رسېږي؛ لکه څنګه چې یې د اسامه په وژلو سره خپلې موخې ترلاسه نه کړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










