ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار د افغانانو ترمنځ مذاکرات د هېواد د ثبات لپاره یوه معقوله لار بولي

حکمتیار د افغانانو ترمنځ مذاکرات د هېواد د ثبات لپاره یوه معقوله لار بولي

author avatar
26 Nov 2022 - 15:48
حکمتیار د افغانانو ترمنځ مذاکرات د هېواد د ثبات لپاره یوه معقوله لار بولي
author avatar
26 Nov 2022 - 15:48

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د افغانانو ترمنځ له کوم قید او شرط پرته د ریښتینو مذاکراتو پیل، د حل یوه واقعي، عادلانه او معقوله لار ده چې له افغانستان سره د بې‌ثباتۍ، ناامنۍ او جګړې په پای ته رسولو کې مرسته او د هېواد په چارو کې د پردیو د لاسوهنې مخنیوی کوي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال ویلي چې افغانستان د وروستیو پنځو لسیزو سیاسي او نظامي مخالفتونو پای ته رسولو او له جګړې خلاص او متحد هېواد جوړېدو لپاره، درې بدیلونه او انتخابونه لري.

هغه ویلي، د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار، هماغه راز چې ځینې افغان ډلې او د هغوی ملاتړي هېوادونه یې غواړي او په مکرر ډول یې د مخکې شرط په توګه مطرح کوي.

نوموړی د دویم انتخاب په اړه وايي: «د یوه لوري پر بشپړ تسلط ټینګار، د یوې ډلې تر چتر لاندې د واک انحصار او د نورو ډلو تسلیمي او تسلیمېدل او یواړخیز تسلط ته غاړه اېښودل او د هرې مخالفې نظامي، فکري او سیاسي ډلې ځپل دي. لکه څرنګه چې زموږ په هېواد کې له ډېر پخوا راهیسې معمول دی چې یو شخص، یوې کورنۍ، یوې قبیلې او یوې سیاسي او فکري ډلې خپل انحصاري حکومت جوړ کړی او نور یې اطاعت او تسلیمۍ ته اړ کړي او ځپلي یې دي، خو تاریخ شاهد دی چې دغه ټول استبدادي حکومتونه یا له بهره تحمیل شوي او په هېواد کې يې د نظامي ملاتړ له لارې حکومت کړی او یا اجنبي ته تسلیم شوی د پردیو په مرسته یې د خپل رقیب او سیال د ځپلو په لټه کې پاتې شوي چې پایله یې له ویجاړۍ او جګړې پرته بل څه نه وه؛ لکه څرنګه چې موږ د درې ځله اشغال (بریتانوي، شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو) په دوران کې د دغه ډول حکومتونو شاهدان وو؛ هر یو یې د خپلو حریفانو د له منځه وړلو په لټه کې وو او د دې نامعلوم هدف د ترلاسه کولو لپاره یې له اجنبیانو سره لاس یو کړی او د بهرنیو ځواکونو له لوري یې د هېواد اشغال او یرغل لپاره لاره پرانیسته.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.