کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د تاجکستان د امنیتي اندېښنو په غبرګون کې ډاډ ورکړی چې په دې سیمه کې به هيڅ ډول نظامي تحرکاتو ته اجازه ورنه کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي وو چې په یوه سرحدي نښته کې دوه افغان وګړي وژل شوي او ادعا یې کړې وه چې هغوی په ناقانونه توګه تاجکستان ته اوښتي وو او د نشهيي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې څو ورځې مخکې د افغانستان او تاجکستان د پولې په اوږدو کې ځیني تحرکات رامنځته شوي وو، خو اوس تر کنټرول لاندې دي.
هغه ویلي: «په هر ځای کې تر دې کچې ستونزې شته.»
مجاهد ټینګار کړی چې له پخوا راهیسې د یادې پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو تحرکات موجود وو او هغوی له دې لارې تګ راتګ کاوه، خو له دغو مواردو پرته کوم پوځي اقدام او جدي امنیتي ستونزه نشته او په پوله کې به هيڅ ډول نظامي تحرکاتو ته اجازه ورنه کړل شي.
مجاهد دغهراز ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د تاجکستان پر ضد ونه کارول شي.