منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

مجاهد: افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه و

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۷۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه و او دغه بنسټ تل هڅه کړې چې د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه غږیز کلېپ کې ویلي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت لکه څرنګه اړتیا وه، دومره اغېزناک نه و او دغه بنسټ تل هڅه کړې څو د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي.

مجاهد ویلي: «د دوی [یوناما] له ادرسه د افغانستان په اړه منفي راپورونه ورکړل شوي او له بده مرغه هغه ناسم ذهنیت چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه شتون لري، هغه هم د غلطو او ناسمو معلوماتو پر بنسټ د هغوی له چینله رامنځته شوی دی.»

 هغه دغه‌راز زیاته کړې: «په افغانستان کې د پرمختګ او لاسته‌راوړنو او امنیت او ثبات مواردو مواردو او د افغانستان خلکو ته د ارامتیا تامینولو مواردو ته د یوناما پام نه دی، بلکې تل یې هڅه کړې چې منفي موارد پیدا کړي، کوچني موارد لوی کړي او افغانستان ناامنه وښيي او یوه اندېښنه رامنځته کړي.‎»

مجاهد څرګنده کړې چې د یوناما راپورونه د افغانستان او ملګرو ملتونو په ګټه نه وو.

د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه د افغانستان په اړه ناسته وکړي او په دې غونډه کې به د یوناما د ماموریت د تمدید پر احتمال هم خبرې وشي.