کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد وايي، کندهار کې د کوچني اختر لمونځ د ا.ا د مشر په امامت سره ادا شو.
د پلازمېنې کابل او کندهار په ګډون په ټولو ولایتونو کې د کوچني اختر لمونځ د امن په فضاء کې ادا شو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په همدې مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «نن د کوچني اختر په ورځ د کندهار په عیدګاه مسجد کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په امامت د اختر لمونځ ادا شو چې زرګونو هېوادوالو په کې ګډون درلود.»
د یادونې ده چې نن (یکشنبه، د وري۱۰مه) د افغانستان او سعودي عربستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP