قلعه نو (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې ٩ وسله وال طالبان او دوه د ملي اردو کسان وژل شوي او شپږ پوليس ټپيان دي.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر بهاءالدين پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مرګ ژوبله د بالامرغاب په اکازي سيمه کې پر امنيتي پوستو د وسله والو مخالفينو تر بريد وروسته په رامنځته شوې نښته کې اوښتې ده.
دى وايي چې وسله والو مخالفينو نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې په دې سيمه کې بريدونه وکړل او له امله يې رامنځته شوې نښتې شاوخوا يو ساعت دوام درلود.
هغه وويل چې په دې نښته کې ملکي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د فراه له امنيتي چارواکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
وسله والو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP