ژبه

یونان له ۱۵ کلنو د کم‌عمره ماشومانو لپاره ټولنیزې شبکې محدودوي

سهراب سروري

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲:۵۲

۱ کتنې

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د یونان پارلمان یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلنو کم‌عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول منعه کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه بندیز نن (جمعه) تصویب شوی او د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به عملي شي.

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میټسوټاکیس ویلي چې د ټولنیزو شبکو شرکتونه شاوخوا دوه‌نیمې میاشتې وخت لري څو د کاروونکو د عمر د تایید او د هغوی د شخصي حریم خوندیتوب لپاره یوه مناسبه حل‌لاره رامنځته کړي.

د یونان حکومت وایي چې دغه اقدام د ټولنیزو شبکو له بې اندازې کارولو د ماشومانو د ساتنې او د هغوی خوب، تمرکز او ټولنیزو اړیکو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په موخه شوی دی.

د یادونې ده، اسټرالیا هم تېر کال لومړنی هېواد و چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لوري د ټولنیزو شبکو کارولو د محدودولو لپاره یې قانون تصویب کړ.