کلات ( پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤ ) : زابل چى له تېرو څوارلسو کلونو يې تلوېزيون نه درلود نن د زمري په ٢٢مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د سيمه ييز تلوېزيون څښتن شو او خپرونې يې پيل شوې.
د ځايي چارواکو په وينا، ددې تلوېزيون خپرونې به د ولس د ذهنونو په روښانه کولو کى مثبت اغېز ولري.
د زابل د راډيو تلوېزيون امر بسم الله لودين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړيو کې به دغه تلوېزيون له څلورو څخه تر شپږو ساعتونو پورې خپرونې ولري او د امکاناتو په صورت کې به يې وخت زيات شي.
نوموړي زياته کړه، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې هڅې کولې چې تلوېزيون فعاله کړي او بالاخره وتوانيدل چې دغه هدف ته ورسېږي.
لودين له ځوانانو او ژورنالېستانو غوښتنه وکړه چې ورسره د خپرونو د کيفيت په ښه والي او خبري برخه کې مرسته وکړي.
پر همدى مهال د زابل والي د تلوېزيون له مسوولينو غوښتنه وکړه چې بايد خپرونې يې د ټولنيزو شرايطو مطابق وي.
والي محمدانور اسحاقزي وويل چې بايد ديني او کلتوري پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړل شي او ولس د زده کړې لور ته وهڅول شي.
دده په خبره ، رسنۍ د ولس په ذهنى وده کې مثبت رول لري او هم د خلکو او حکومت ترمنځ اړيکې پياوړې کوي.
د زابل سيمه ييز دولتي تلوېزيون په داسې حال کې خپرونې پيلوي چې دا مهال په دې ولايت کې يواځې يوه دولتي او دوه شخصى راډيوګانې په اېف اېم څپو کې خپرونې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن