کابل( پژواک ۵ وږي ۹۴): د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ پېښې ثبت شوي چې ډېر يې د دولتي چارواکو له خوا او په لوېديځو ولايتونو کې دي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب الله شريفي نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل چې دغه شمېرې، د تېر ميلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې نږدې ٤٤ سلنه کموالى ښيي.
هغه وايي چې د ۲۰۱۵ کال له پيل راهيسې يو خبريال وژل شوی، څلور ټپيان شوي، ۱۹ تنه وهل او ټکول شوي، دوه تنه نيول شوي او ۱۳ نور ګواښل شوي دي.
د سپين غر راډيو خبريال عاقل وقار، د روان ميلادي کال د جنوري په ١٦مه د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.
شريفي وويل چې د روان ميلادي کال په شپږو مياشتو کې له يادو ٣٩ پېښو څخه د ٧٢ سلنه عاملين دولتي چارواکي دي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې راپور ښيي چې د پژواک څلور تنه خبريالان (سيف الله مفتون، حبيب الرحمن شېرزی، محمدهارون او حسن حکيمي) د دولتي چارواکو له خوا د ګواښل شويو خبريالانو له ډلې دي.
شريفي وايي :"حيرانونکې خبره داده چې د تېرو درېيو کلونو په پرتله، سږ کال د دولتي په تېره بيا امنيتي چارواکو له خوا د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړ حد ته رسېدلې ده.
ده ، د دولتي   . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن