کابل( پژواک ۵ وږي ۹۴): د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغان خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٩ پېښې ثبت شوي چې ډېر يې د دولتي چارواکو له خوا او په لوېديځو ولايتونو کې دي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب الله شريفي نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل چې دغه شمېرې، د تېر ميلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې نږدې ٤٤ سلنه کموالى ښيي.
هغه وايي چې د ۲۰۱۵ کال له پيل راهيسې يو خبريال وژل شوی، څلور ټپيان شوي، ۱۹ تنه وهل او ټکول شوي، دوه تنه نيول شوي او ۱۳ نور ګواښل شوي دي.
د سپين غر راډيو خبريال عاقل وقار، د روان ميلادي کال د جنوري په ١٦مه د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.
شريفي وويل چې د روان ميلادي کال په شپږو مياشتو کې له يادو ٣٩ پېښو څخه د ٧٢ سلنه عاملين دولتي چارواکي دي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې راپور ښيي چې د پژواک څلور تنه خبريالان (سيف الله مفتون، حبيب الرحمن شېرزی، محمدهارون او حسن حکيمي) د دولتي چارواکو له خوا د ګواښل شويو خبريالانو له ډلې دي.
شريفي وايي :"حيرانونکې خبره داده چې د تېرو درېيو کلونو په پرتله، سږ کال د دولتي په تېره بيا امنيتي چارواکو له خوا د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړ حد ته رسېدلې ده.
ده ، د دولتي چارواکو له خوا د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په ډېروالي اندېښنه وښوده او ويې ويل په دې کار سره به د دولت او رسنيو تر منځ واټن زيات او خبري سرچينو ته به د خبريالانو لاسرسی ستونزمن کړي.
هغه زياته کړه : (( دولتي ځواکونه تر اوسه هم خبريالان د يو دښمن په توګه تلقي کوي خو زموږ غوښتنه له دولت نه داده چې له رسنيو سره خپلې اړېکې پېاوړې او ټينګې کړي.))
شريفي وويل:"که موږ د افغانستان اوسنۍ جګړې ته ښه ځېر شو دا يوه تبليغاتي جګړه ده، خو که چېرې د دولت او رسنيو تر منځ واټن شتون ولري، دغه کار د دښمن؛ په ځانګړي ډول د وسله والو طالبانو په ګټه تماميږي."
دغه راز دى وايي، چې له يادو ٣٩ پېښو د ١٣ سلنه عاملين ناڅرګند وسله وال، د ١٢ سلنه عاملين وسله وال طالبان او ځانمرګي بريدونه او د ٣ سلنه عاملين سيمه ييز زورواکي دي.
د شريفي په وينا، سږ کال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې د هېواد په لوېديځه حوزه او تر ټولو کمې پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وايي چې په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو پر وړاندې دوه ګونی چلند د دې لامل شوى چې په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو شمېر کم شي.
پژواک اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو له چارواکو سره هم خبرې وکړي خو له بيا بيا هڅو سره سره اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










