ژبه

طالبانو د کونړ د غازي اباد او ناړۍ لارې تړلې دي

خان ولي سالار زى

۱۰ وږی ۱۳۹۴ - ۱۸:۱۶

Views: ۱۱۸

اسعداباد (پژواک، ١٠ وږى ٩٤): د کونړ امنيتي چاوراکي وايي چې وسله والو طالبانو د کونړ د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو لويې لارې مرکز اسعداباد ته تړلې دي.

د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ لويه لار له مرکز اسعد اباد سره تړلې ده.

هغه وايي: ((موږ  بل هېڅ لار نه لرو خلک په سختو ستونزو کې دي، خوراکي توکي ډېر ګران شوي دي، مريضانو ته دوا نه رسېږي.))

دغه راز د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي غلام سخي هم وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ لار تړلې ده.

هغه وايي چې دغه ولسوالۍ له ګاونډي هېواد له پاکستان سره هم ګډه پوله لري خو هغه لوري ته پاکستاني پوځيانو لار تړلې ده او خلکو ته تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

دى وايي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي، حکومت يې بايد غمه وکړي.

يادو کسان له حکومتي چارواکي غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د دې ولسواليو لار پرانيزي کنه يو سخت انساني ناورين به رامنځته شي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال سيدحبيب سيدخېلي پژواک ته وويل چې د تېرو څلورو ورځو راپه دېخوا وسله والو طالبانو د ډب بر وړو په سيمه کې د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو لويې لارې تړلې دي.

هغه وايي چې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې ماينونه هم خښ کړي امنيتي ځواکونو او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((کله چې امنيتي ځواکونه يا خلک سيمي ته ورشي نو طالبان په غره کې ناست دي او  ډزې پرې کوي.))

سيدخېلي وايي چې د يادې لارې د پرانيستلو لپاره يې امنيتي ځواکونه ګومارلي دي.

 

login or register a new account.