Language

چاودنه کې د پخواني سلاکار وزير د کورنۍ دوه غړي ټپيان شول

محمود راقي ( پژواک، د تلې لومړۍ ٩٤) : چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د پخواني سلاکار وزير د کورنۍ دوه غړي ژوبل شوي.

په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان خواجه اغا د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون د ولسوالۍ مقام ته نږدې پر سړک شوې وه.

سرچينې زياته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي يو يې د  پخواني ولسمشر حامد کرزي د امنيتي چارو د سلاکار وزير طاهر خان ساپي مشر زوی او يو يې ورور دی .

د ډاکټر لاجورد په نامه يوه ټپي پژواک ته وويل چې دوى ولسوالۍ ته روان ، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

هغه زياتوي چې په دې پېښه کې يې د کورنۍ دوه تنه ټپيان شوي، چې کابل ته ددرملنې په موخه لېږل شوي دي.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل خوا د سيمه ييزو پوليسو ياد قوماندان وايي چې پرون د ولسوالۍ د بدراب په سيمه کې هم د يوې نښتې پر مهال دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي. 

login or register a new account.