Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کی د اختر لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي

کلات  ( پژواک، د تلې لومړۍ نېته ٩٤ ) : د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د لوى اختر په مناسبت یې ددې ولایت په بیلابیلو سیمو کې خپل امنیتي فعالیتونه زیات کړي تر څو عام ولس وکړای شي اختر د امن په فضا کې تیر کړي
د زابل والي انور اسحق زي د تې په لومړۍ نيټه، پژواک سره په خبرو کې د افغانستان ټول ولس ته مبارکي ورکړه او هیله يې وښوده چې دا اختر به د سولې او نیمکرغۍ اختر وي
نوموړي زياته کړه، خلک کولی شي په ټولو سیمو کې د اختر خوشالۍ ولمانځي او هیڅ کومه ستونزه نشته
ددې ولایت دامنیې قوماندانۍ د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي پژواک ته وویل چې پولیسو له ملي اردو او د ملي امنیت له ځواکونو سره په ګډه امنیتي پلان ترتیب کړی
دده په خبره چې ددې پلان له مخې د کلات ښار او کابل کندهار د لويې لاري په ګډون په نورو ولسوالیو کې هم یو شمیر امنیتي پوستې رامنځ ته شوي او هم ګرځنده ګزمې زیاتې شوې دي.
نوموړي وویل چې عام ولس کولی شي په پوره اطمینان سره د لوي اختر په مبارکو ورځو کې خپلې خوښۍ ولمانځي او خپل دیني مراسم ادا کړي
فراهي همدارنګه وویل چې که د اختر په شپو ورځو کي په کوم کورکې ناروغ پیدا شي او موټر ونلري، یا د اورلګیدنې کومه پيښه رامنځ ته شي نو خلک کولی شي له پولیسو سره اړیکي ونیسي او پولیس به په ۲۴ ساعته ډول د خلګو په خدمت کې وي

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې که له مشکوکو کسانو یا شیانو سره مخ کیږي نو باید چې سمدستي پولیسو ته احوال ورکړي تر څو د بدو پيښو د رامنځ ته کیدو مخنیوی وشي

د زابل امنیتي چارواکي پداسي حال کې د لوي اختر د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونو د کلات ښار او نورو مهمو سیمو کې امنیتي ګزمې زیاتي کړي دي

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.